زابل کې د مسافر وړونکي بس چپه کېدو ۱۶ کسان ټپیان کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i176054-زابل_کې_د_مسافر_وړونکي_بس_چپه_کېدو_۱۶_کسان_ټپیان_کړل
د زابل ولایت مرکز قلات اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه لار د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.
(last modified 2026-08-04T01:48:37+00:00 )
Aug 04, 2026 06:17 Asia/Kabul
  • زابل کې د مسافر وړونکي بس چپه کېدو ۱۶ کسان ټپیان کړل

د زابل ولایت مرکز قلات اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه لار د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.

د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح‌الله جوهر وایي، پېښه تېره شپه شاوخوا لس نیمې بجې د قلات د پل سنګي په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د «۵۸۰» ډوله مسافر وړونکی بس له سړک واوښت او چپه شو.

د نوموړي په وینا، لومړني معلومات ښيي چې د پېښې اصلي لامل د بس تېز سرعت و.

هغه زیاتوي، په ټپیانو کې درې ښځې، دوه ماشومان او ۱۱ نارینه شامل دي، چې د درملنې لپاره د زابل مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.