-
په پکتیا کې د ولسي خلکو په مالي مرسته د ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه + غږیز را پور
Aug 03, 2026 14:30د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست وايي، د مرکز ګردېز اړوند د وچ غړک سیمې د لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ولسي خلکو په مالي مرسته جوړه شوې، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
-
ذبیحالله مجاهد: په افغانستان کې هېڅ نظامي جبهه نشته + غږیز راپور
Aug 03, 2026 14:07د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد، په افغانستان کې د «متحدې جبهې» په نوم ديوې ډلې په اړه ويلي چې په افغانستان کې اوسمهال کومه ډله یا جبهه شتون نه لري او په دې هکله اندېښنې بېځايه دي.
-
په لغمان کې د وریجو د پروسس او بستهبندۍ فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې
Aug 03, 2026 14:04د لغمان ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د وریجو د پروسس او بستهبندۍ د یوې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
-
پاکستان ته د طالبانو د شخړې ختمولو پیغام
Aug 03, 2026 07:56طالبانو اعلان وکړ چې دوي له پاکستان سره شخړه او تاوتریخوالی نه غواړي.
-
غزني ولایت کې به سږ کال نږدې دیرش زره ټنه د هندواڼو حاصل تر لاسه شي
Aug 02, 2026 14:18زمونږ خبریال راپور راکړی ځایي چارواکي وایي، سږ د نورو کالو په پرتله د هندواڼو حاصلات ښه شوي وو.
-
کابل کې د سوري زړه ناروغانو د درملنې روغتون پرانیستل شو
Aug 02, 2026 14:09زمونږ خبریال راپور راکړی په کابل کې د لومړي ځل لپاره د ماشومانو د زړه د سوري ناروغۍ د درملنې یو ځانګړی روغتون پرانیستل شو؛ داسي روغتون چې چارواکي وایي، د زرګونو ماشومانو د ژوند ژغورلو او د هېواد د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.
-
طالبان: د دوحې تړون امنیتي ژمنو ته ژمن پاتې شوي
Aug 02, 2026 13:47د سرپرست حکومت له لوړپوړو چارواکو او د دوحې د تړون د خبرو اترو د پلاوي له غړو څخه شهابالدین دلاور، وايي چې دوی په دغه تړون کې خپلو ټولو امنیتي ژمنو ته ژمن پاتې شوي دي.
-
د چنګاښ په میاشت کې د افغانستان له رېلپټلیو ۷۱۶ زره ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي
Aug 02, 2026 13:34د سرپرست حکومت د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، د روان لمریز کال د چنګاښ په میاشت کې ۷۱۶ زره او ۳۰۰ مټریک ټنه سوداګریز توکي د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له څلورو مسیرونو څخه لېږدول شوي دي.
-
بدخشان کې د یفتل پایین د اعتراضونو پر مهال د ډزو راپور؛ یو کس وژل شوی
Aug 02, 2026 13:24د بدخشان د پولیسو قوماندانۍ تأیید کړې چې د یفتل پایین ولسوالۍ د خلکو اعتراضونه، چې د یوې ښځې د بدني تلاشي د ادعا په غبرګون کې شوي وو، د سرپرست حکومت د ځواکونو له لوري د نښتې او ډزو لامل شوي دي.
-
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښاري پلان جوړونې او زېربناوو په برخه کې پر پانګونې ټینګار وکړ
Aug 02, 2026 13:17د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) وایي، د ښارونو په پراخېدو سره، دقيقه ښاري پلان جوړونه او په زېربناوو کې پانګونه د سالمو سيمو د رامنځته کولو او د ښاریانو د ژوند د کیفیت د ښه کولو لپاره یوه اړتیا ده.