ذبیح‌الله مجاهد: په افغانستان کې هېڅ نظامي جبهه نشته + غږیز راپور
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i175996-ذبیح_الله_مجاهد_په_افغانستان_کې_هېڅ_نظامي_جبهه_نشته_غږیز_راپور
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، په افغانستان کې د «متحدې جبهې» په نوم ديوې ډلې په اړه ويلي چې په افغانستان کې اوسمهال کومه ډله یا جبهه شتون نه لري او په دې هکله اندېښنې بېځايه دي.
(last modified 2026-08-03T09:39:13+00:00 )
Aug 03, 2026 14:07 Asia/Kabul

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، په افغانستان کې د «متحدې جبهې» په نوم ديوې ډلې په اړه ويلي چې په افغانستان کې اوسمهال کومه ډله یا جبهه شتون نه لري او په دې هکله اندېښنې بېځايه دي.

هغه وویل، هغه نومونه او عنوانونه چې د ده په خبره په ټولنیزو رسنیو او تبلیغاتي برخو کې یادېږي، په افغانستان کې هېڅ واقعي حضور نه لري.

ذبیح‌الله مجاهد ټینګار وکړ چې په هېواد کې هېڅ ډول جبهې او ډلې ټپلې نشته او هیچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د خپل‌سرو ډلو په جوړولو سره د هېواد امنیت او ثبات زیانمن کړي.

دغه راز ذبيح الله مجاهد زیاته کړه، افغانستان اوس واحد حکومت، واحده رهبري او واحد نظامي ځواکونه لري او ټول امنیتي بنسټونه د هېواد د امنیت، ملي یووالي او د نظام د ساتنې لپاره خپلې دندې ترسره کوي.

هغه همدارنګه وویل، د افغانستان امنیتي ځواکونه د هېواد د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره د سر په بیه هڅې کوي او د هر ډول امنیتي ګواښ پر وړاندې چمتو دي.

د اسلامي امارت چارواکي په داسې حال کې د مخالفو ډلو شتون ردوي چې وخت ناوخت په ټولنیزو رسنیو کې د بېلابېلو ډلو د فعالیتونو ادعاوې هم خپرېږي، خو اسلامي امارت ټینګار کوي چې دغه ادعاوې بنسټ نه لري او په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ دی.