په بدخشان کې ترافیکي پېښې دوه کسان وژلي
Aug 05, 2026 14:08 Asia/Kabul
د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار وايي، د فیضاباد ـ کشم پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا، د پېښې قربانیان رجب او خضرنظر، د شغنان ولسوالۍ اوسېدونکي، وو چې د یادې ترافیکي پېښې له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
کامګار زیاته کړې چې رجب په دې وروستیو کې د فاریاب پوهنتون څخه فارغ شوی و او د کور پر لور د ستنېدو پر مهال په دې ترافیکي پېښه کې وژل شوی دی.
ټیګونه