-
اسرائیل د فلسطین د غزې تړانګې د وسیدونکو د نسل کشۍ په حال کښې دی
Jun 02, 2025 08:38ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د چیلي هیواد ولسمشر «ګابریل بوریچ»په یوې لړ څرګندونو کښې په دې خبرې سره چې صهیونیسټ رژیم د غزې تړانګې د وسیدونکو د نسل کشۍ او عامل وژلې په حال کښې دی ټینګار وکړ باید د دغه رژیم د جوړو شیانو او صنایعو له اخیستلو ډډه وکړو.
-
د حضرت امام خمیني رح تفکر په ټول قدرت سره په ډګر کښې موجود دی
Jun 02, 2025 08:26ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د حزب الله مشر شیخ نعیم قاسم وویل د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه تفکر په ټول قدرت سره په ډګر کښې موجود دی او اسلامي امت د سوچه محمدي ص اسلام د رڼا شاهد دی چې هغه حضرت(امام خمیني رح) په خپل انقلابي پلان سره خپور کړ.
-
ګڼ شمیر صهیونیسټانو په الاقصی جومات باندې بیا تیری وکړ
Jun 02, 2025 08:11ایرنا خبري اژانس راپور راکړی ګڼ شمیر صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو نن په قدس نیواکي ښار کښې په الاقصی جومات یرغل وکړ.
-
ایران د امریکا وړاندیز ته د ځواب د ورکولو په حال کښې دی
Jun 02, 2025 08:00ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی پرون د حکومت د کابینې په غونډه کښې د امریکا او د ایران د غیر مستقیمو خبرو اترو د وروستي حالت او د هغه لیک په هکله چې همدا اوس امریکا د عمان هیواد له لارې ایران ته استولی دی یو راپور وړاندې کړ او ویې د امریکا دغه لیک ته د ایران ځواب د برابریدا په حال کښې دی.
-
اسرائیل د یوشمیر بدمعاشانو لخوا مدیریت کیږي
Jun 02, 2025 07:48زمونږ خبریال راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم پخواني لومړي وزیر «ایهود اولمرت» په لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د هغه په کابینې باندې نیوکې سره هغه د بدمعاشانو یوه ډله وبلله کومه چې له داخل څخه د اسرائیلو د ټولنې د پاشل کیدا هڅه کوي.
-
عراقچي ګروسي ته ویلي دی د واقعیت په منعکس کولو سره د اژانس له ځای د ځینوناوړه استفادې مخنیوی وکړئ
Jun 01, 2025 11:22د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې له عمومي مشرسره په ټیلیفوني خبرو کې له هغه وغوښتل چې د راتلونکې اونۍ د واکمنی شورا په غونډه کې له دې اژانس سره د ایران د ملګرتیاو په بیانولو سره د هر ډول سیاسي اقدام پایلې په ګوته کړي، ځکه چې ایران به د اروپایي لورولخوا د هر ډول نامناسب اقدام په وړاندې لازم ځواب ووایی.
-
جنوبي خراسان د ایران او افغانستان د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي
Jun 01, 2025 10:52د افغانستان په هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت کونسلرجنرال د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ په تاریخي، مذهبي او قومي مشترکاتو په ټینګار سره وویل: جنوبي خراسان کولی شي د خپلې ګډې پولې او د خلکو ترمنځ د تعامل له لارې د ایران او افغانستان د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
-
صهیونیستي رژیم په راما... کې د عربو خارجه وزیرانو په غونډې کې خنډونه رامینځته کړل
May 31, 2025 09:10د صهیونیستي رژیم چارواکو وئيلي دي، د فلسطین د خپلواکې ادارې یا کورواکه تشکیلاتو سره به د عربي هېوادونو او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې ډلې د کوربهتوب لپاره، چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان په مشرۍ وي، ملګرتیا ونه کړي.
-
د یمن د صعده اوسیدونکو د غزې په ملاتړکی پرتمین لاریون ترسره کړ
May 31, 2025 02:52پارس ټوډې - د یمن ښاریزو د تیرو اونیو په څیر د یمن د شمال لویدیځ په صعده ولایت کې د جمعې په ورځ په لویه کچه لاریون وکړ.
-
یونیسف : په غزه کې په هرو ۲۰ دقیقو کې یو ماشوم شهیدیا ټپي کیږي
May 31, 2025 02:37پارس ټوډې، د مهر خبري اژانس په حواله وایی د ملګرو ملتونویونیسف اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ راهیسې له پنځوس زرو ډیر فلسطیني ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.