اسرائیل د یوشمیر بدمعاشانو لخوا مدیریت کیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم پخواني لومړي وزیر «ایهود اولمرت» په لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د هغه په کابینې باندې نیوکې سره هغه د بدمعاشانو یوه ډله وبلله کومه چې له داخل څخه د اسرائیلو د ټولنې د پاشل کیدا هڅه کوي.
هغه ټینګار وکړ د اسرائیلو ټولنه باید پوهه شي چې د اسرائیلو رژیم حقیقي غږ د ایتمار بن ګویر، د بزالل اسموتریچ یا د بنیامین نتانیاهو غږ نه دی.
ایهودي اولمرت زیاته کړه دغه کسان د اسرائیلو رژیم استازي نه دي او په تیره بیا هغه کسان چې په غزې کښې د لوږې د سیاست او په لویدیځه غاړه کښې د فلسطینیانو پرضد د هره ورځې د غمیزو تکرارولو بلنه ورکوي.
د اسرائیلو د پخواني لومړي وزیر ایهود اولمرت دغه څرګندونې په داسې شرایطو کښې دي چې په تیره یوه اونۍ کښې د بشر دوستانه مرستو د ویشلو په مرکزونو باندې د صهیونیسټ نیواکګر رژیم په حملو کښې د فلسطیني شهیدانو شمیر له څلویښتو څخه اوړیدلی دی او دغه راز څه د پاسه دوه سوه شل کسان ژوبل شوي هم دي.
صهیونیسټ رژیم تراوسه د فلسطین څه د پاسه درې پنځوس زره بې ګناه خلک شهیدان کړي او له یولک څخه زیات یې ژوبل کړي دي هم دي.