ګڼ شمیر صهیونیسټانو په الاقصی جومات باندې بیا تیری وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی ګڼ شمیر صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو نن په قدس نیواکي ښار کښې په الاقصی جومات یرغل وکړ.
خبري سرچینو په الاقصی جومات باندې د ګڼ شمیر ښارګي میشته خلکو د یرغل خبر ورکړ او ویې ویل چې ښارګي میشته صهیونیسټانو په دغه یرغل کښې د الاقصی جوماتی بې حرمتي وکړه او هلته یې لمسونکي اقدامات ترسره کړل او «تلمودي» رسمونه او دودونه یې ترسره کړل.
ځايي سرچینو وویل تراوسه پینځه سوه اوه څلویښت ښارګي میشته کسانو په الاقصی جومات یرغل کړی دی او دغه تیری او یرغل د صهیونیسټ رژيم د پوځيانو تر ملاتړ لاندې ترسره شوی دی.
دغو سرچینو وویل صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو الاقصی جومات ته په تلونکو لارو او د قدس د زړې برخې په داخل کښې د تلمودي مراسم ترسره کړل او لسګونو ښارګي میشته کسان له «باب المغاربه» څخه داسرائیلو پوځیانو په ملاتړ سره الاقصی جومات ته ورننوتل.
صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو تیره میاشت هم د الاقصی جومات په انګڼونو کښې د لسمونکو اقداماتو او په دغه سپیڅلي ځای کښې د تلمودي مناسکو د ترسره کولو اقدام ترسره کړی و.