کولیوند: پر ملکي مرکزونو بریدونه به په نړیوالو مراجعو کې تعقیب شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178634-کولیوند_پر_ملکي_مرکزونو_بریدونه_به_په_نړیوالو_مراجعو_کې_تعقیب_شي
د ایران د سرې میاشتې ټولنې مشر وايي، د جګړې پر مهال پر ملکي مرکزونو د بریدونو په اړه حقوقي اقدامات به په نړیواله کچه تعقیب شي.
(last modified 2026-09-23T11:02:15+00:00 )
Sep 23, 2026 15:31 Asia/Kabul
  • کولیوند: پر ملکي مرکزونو بریدونه به په نړیوالو مراجعو کې تعقیب شي

د ایران د سرې میاشتې ټولنې مشر وايي، د جګړې پر مهال پر ملکي مرکزونو د بریدونو په اړه حقوقي اقدامات به په نړیواله کچه تعقیب شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې ټولنې مشر ویلي، د جګړې پر مهال پر ملکي مرکزونو د بریدونو په اړه حقوقي تعقیب ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړې چې له نړیوالې سرې صلیب کمېټې سره د سلا مشورو ترڅنګ، د دغې قضیې د خصوصي حقوقي تعقیب لپاره یې له یوه نړیوال وکیل سره هم خبرې کړې دي.