-
د ایران د اټومي پروګرام بندول په اصل کې له امریکا سره په خبرو اترو کې مطرح نه دي
May 14, 2025 06:59پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر دې باندې په ټینګار سره چې د ایران د اټومي پروګرام بندول په اصل کې له امریکا سره په خبرو اترو کې مطرح نه دي، وویل: زموږ اټومي پروګرام به خامخا په جدي توګه دوام وکړي.
-
د بن ګوریون هوايي ډګر مو بیا پر هایپرسونیک توغندي سره په نښه کړ
May 14, 2025 01:59د یمن وسله والو ځواکونو د توغندوی او ډرونز یونټ د نیواکي ټاټوبو پر بن ګوریّن هوايي ډګر په هائيپرسونیک بالسټیک توغندي سره برید تایید کړ.
-
اروپايي هیوادونه د اوکراین د جنګ د زیاتولو کوشش کوي
May 13, 2025 11:32ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «الکساندر ګورشکو» بریتانیه، فرانسه او جرمني په دوه ګوڼوالي تورن کړل او ویې ویل دوې د اوکراین د جنګ ختمیدل نه غواړي او د اوکراین د جنګ د زیاتولو سیاست تعقیبوي.
-
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ نن سعودي عربستان ته ورسید
May 13, 2025 11:09ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ نن د فارس خلیج عربو هیوادونو ته په خپل لومړي سفر کښې سعودي عربستان ته ورسید.
-
اسرائیل د امریکا د ولسمشر او د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر ترمینځ له اختلافاتو ویره لري
May 13, 2025 10:39ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «واشنګټن پوسټ» ورځپاڼې په یوه مطلب کښې د بیلابیلو موضوعګانو په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ترمینځ زیاتیدونکي درز ته په ا شارې سره ولیکل د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په ډیرو معادلاتو کښې د اسرائیلو په لومړي وزیر نتانیاهو سترګې پټې کړي دي او دغه چاره په نیواکي ټاټوبو کښې د ډیرو خلکو د ویرې سبب شوي ده.
-
د پي کی کی ډلې له ختمیدا وروسته د عراق غوښتنه مطرح شوه
May 13, 2025 10:06ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې د کردستان د کارګرانو ګوند پي کی کی ړنګیدا ته په غبرګون کښې وویل دغه موضوع په هغو پلمو او توجیهاتو کښې د بیا کتنې لپاره یو طبیعي فرصت ګڼل کیږي چې تل د عراق په خاوره کښې د خارجي ځواکونو د ستون د توجیه لپاره ترې کار اخیستل شوی دی.
-
د ترکیې هیواد کردۍ ډله 'پيکېکې' وايي چې وسلې پر ځمکه ږدي
May 13, 2025 09:43زمونږخبریال راپور راکړی د ترکيې د حکومت پر ضد له تېرو ځلویښتو کلونو راهیسې جګړه کوونکې کردۍ ناقانونه ډله پيکېکې وايي چې خپلې وسلې پر ځمکه ږدي او منحلېږي.
-
متحده عربي اماراتو ته د ایران د خارجه وزیر سفر څه اهمیت لري؟
May 13, 2025 08:09د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي چې ابوظهبۍ ته تللی دی د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر له مرستیال او خارجه وزیر «شیخ عبدالله بن زاید ال نهیان» سره کتنه او مشوره وکړه.
-
د ایران په هکله ډیرې ښې پیښې د رامینځته کیدا په حال کښې دي
May 13, 2025 07:35ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په عمان کښې د ایران او د امریکا ترمینځ د غیر مستقیمو خبرو اترو د څلورم پړاو له ختمیدا وروسته وویل د ایران په هکله ډیرې ښې پیښې د رامینځته کیدا په حال کښې دي او ایران هوشمندانه خبرې کوي.
-
د امریکا او حماس ترمنځ مستقیم تړون نتانیاهو سپک کړ
May 12, 2025 08:47د اسراییلو ۱۲ تلویزیونی چینل د حماس او د امریکا ترمنځ د هوکړې په یادونې سره ټینګار وکړ چې په دې هوکړې سره، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ته څپیړه ورکړه.