د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ نن سعودي عربستان ته ورسید
(last modified Tue, 13 May 2025 10:09:53 GMT )
May 13, 2025 14:39 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ نن سعودي عربستان ته ورسید

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ نن د فارس خلیج عربو هیوادونو ته په خپل لومړي سفر کښې سعودي عربستان ته ورسید.

د امریکا د ولسمشر ټرامپ ځانګړي الوتکه نن سهار په ریاض کښې په هوايي ډګر کښې کیناستله او هلته د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د هغه تود هرکلی وکړ.

د امریکا ولسمشر ټرامپ به له نن څخه د مي د میاشتې تر شپاړسمې نیټې پورې سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفرونه وکړي او واشنګټن د دغو سفرونو هدف د فارس خلیج د حوزې له عربو هیوادونو سره د سټراټيژیکو ملګرتیاو پیاوړي کول بللي دي.

له دې مخکې د امریکا رسنیو د دوو عربو چارواکو او د امریکا د پخوانیو او  اوسنیو چارواکو د څرګندونو پراساس فارس خلیج  عربو هیوادونو ته د ټرامپ د سفر په هکله وویل چې د ټرامپ هدف د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت د پانګونې له ژمنو او موافقو سره امریکا ته ورستنیدل دي.

اکسیوس سایټ هم په یوه راپور کښې وویل سعودي عربستان، قطر او  متحده عربي اماراتو ته د امریکا د ولسمشر ټرامپ سفر تقریبا په کامل ډول د پیسو ګیرچاپیر

چورلي.

یوه عرب  چارواکي وویل د امریکا د ولسمشر ټرامپ سیمه ئیزه اجنډا ، تجارت ، تجارت ، تجارت دی.

د امریکا دغه رسنۍ په دې خبرې سره چې د ولسمشر لپاره جیوپولیټیکه اجنډا د دوهمې درجې اهمیت لري وویل په داسې حال کښې چې ټرامپ په واضح ډول ویلي دي چې د عربستان او د اسرائیلو د اړیکو د عاي کولو غوښتونکی دی او ټرامپ او د هغه سلاکاران پوهیږي چي حاضردمه دا ډول موافقه د تحقق وړ نه ده او ستر دلیل یې په غزې کښې روان جنګ دی.

سعودي عربستان ته د ټرامپ د سفر دلیل دا دی چې د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په راتلونکو څلورو کلونو کښې په امریکا کښې د شپږ سوه میلیارډه ډالرو پانګونې ژمنه کړي ده.

هیله کیږي چې قطر هم له امریکا سره  تر درې سوه میلیارډه ډالرو پورې د پانګونې او د موافقو  لاسلیک کول اعلان کړي.

د امریکا ولسمشر ټرامپ ښکاره د فارس خلیج سیمه داسې ځای ګڼي چې کولای شي له هغې هم د امریکا او هم د تجارت په شان د کار کسبونو لپاره زیاتې پیسې لاس ته راوړي.

د ټرامپ د دغه سفر ځانګړی تمرکز په ټیکنالوژۍ او هوش مصنوعي کښې پانګونه ده او سعودي عربستان او متحده عربي امارات په هغو هیوادونو کښې شامل ډي چې زیاتې هڅې کوي د هوش مصنوعي پرمختللي ټیکنالوژۍ چې له امریکا صادریږي لاسرسی ولري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ سعودي عربستان ته ورسید
د امریکا ولسمشر ټرامپ ریاض ته رسیدلی