-
د وحدت اونۍ او د نبي اکرم (ص) نېکمرغه زوکړه دې ټولو ته مبارک وي
Sep 16, 2024 10:16نن د دوشنبې ورځ د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ربیع الاول ۱۲ مه نېټه چی د ۲۰۲۴ میلادي کال د سپټمبر له ۱۶مې نېټې سره سمون خوري، د یوه روایت له مخې، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د نېکمرغه زوکړې ورځ او د وحدت اونۍ ده.
-
د لویدیځو هیوادونو دروغجنې ادعاګانې د ګټورو خبرو خنډ دي
Sep 15, 2024 11:22زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وویل تر هغه وخته چې اروپایان او نور لویدیځ هیوادونه وغواړي له دروغو په ډکو ادعاګانو سره د ډير دباو لپاره زمینه برابره کړي هیڅ ډول ګټورې خبرې به ونشي.
-
صهیونیسټ رژيم د خوند لپاره فلسطینیان وژني
Sep 15, 2024 10:13زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني چافي » وویل صهیونیسټان د انسانانو داسې قاتلان دي چې د تفریح او خوند لپاره خلک وژني.
-
په ختیځې او مرکزي اروپا کښې سخت بارانونه شوي دي
Sep 15, 2024 09:55زمونږ خبریال راپور راکړی په ختیځې او مرکزي اروپا کښې سخت بارانونه شوي او د اروپايي هیوادونو په سمندرونو کښې د اوبو کچه بیخي زیاته شوي ده.
-
د ایران د سوله ئیز اټومي پروګرام د بیلابیلو اړخونو د بیانولو په هدف سره ویانا ته د «محمد اسلامي» سفر:-
Sep 15, 2024 09:11د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي د تهران د سوله ئیز اټومي پروګرام د بیلابیلو اړخونو د تشریح کولو په هدف سره د یوه پلاوي په مشرۍ د اټومي اژانس په کلنۍ عمومي غونډې کښې د ګډون لپاره اسټریا هیواد ته ورغی.
-
د یمن انصار الله غورځنګ په اسرائیلو توغندی وویشته
Sep 15, 2024 08:23مهر خبري اژانس راپور راکړی د یمن انصار الله غورځنګ د اسرائیلو رژيم په مرکز کښې د تل اویو اللد هوایي ډګر ته نږدې په یوې سیمې باندې د توغندي د ویشتل کیدا خبر ورکړ.
-
د چمران سپوږمکۍ په بریالیتوب سره توغیدا بایکاټ کونکو ته ځواب دی
Sep 15, 2024 08:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني چافي» وویل د چمران یو(Chamran-1) د تحقیقاتي سپوږمکۍ په بریالي ډول توغیدا سره بې منطقه بایکاټ کونکو یوځل بیا د خپلو غیر منطقي اقداماتو ځواب ترلاسه کړ.
-
اوه ډلې د ایران پرضد بیا بې اساسه ادعا تکرار کړه
Sep 15, 2024 07:13ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اوه ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې ګډې بیانیې په خپرولو سره روسیې ته د بلاسټیک توغندیو د استولو له لارې د اوکراین په جنګ کښې د ایران د لاسوهنې په هکله بې اساسه ادعاګانې تکرار کړې.
-
د یمن د انصار الله غورځنګ مشر وویل امریکا د فلسطین د بې ګناه خلکو په وژلو کښې د صهیونیسټي دښمن ملګری ده .
Sep 15, 2024 03:50د ایرنا د خبر له مخې د یمن د انصار الله غورځنګ مشر«سید عبدالملک الحوثی» د فلسطین د ملت د نسل وژنې د جنایت په وړاندې د مسلمانانو دریځ د شرم وړ وباله او زیاته یې کړه، غاصب دښمن د امریکایی بمونو په کارولو سره د فلسطینی کډوالو په نښه کولو او د دوی د جامو خیمې او هغه ځایونه چې خوندي یی اعلان کړي وو، دوام ورکوي .
-
د "چمران 1" سپوږمکۍ بریالۍ توغول د نړۍ په رسنیو کې پراخ انعکاس درلودلی دی
Sep 15, 2024 03:45"چمران 1" سپوږمکۍ پرون د "قامی 100" سپوږمکۍ وړونکی لخوا په بریالیتوب سره وتوغول شوه او د ځمکې د 550 کیلومتره په مدار کې کیښودل شوه او خپل لومړني سیګنالونه یې واستول.