-
د کامالا هریس د بریالیتوب چانس زیات دی
Aug 08, 2024 12:43ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی په امریکا کښې د یوې نوي نظر سنجې نتیجې وايي احتمال شته چې د روان میلادي کال د نوامبر د میاشتې په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندیده کامالا هریس به د ریپیلیکن ګوند کاندید ډونالډ ټرامپ ته ماتي ورکړي.
-
په یمن د امریکا او برتانیوي تازه بریدونه
Aug 07, 2024 13:03یمني رسنیو نن چهارشنبه سهار د یمن په جنوب لوېدیځ کې د امریکايي او برتانوي الوتکو د پراخ برید خبر ورکړی.
-
د ایران ، پاکستان الجزایر او د اردن خارجه وزیرانو خبرې وکړې
Aug 08, 2024 10:28ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست علي باقري کني د پاکستان له خارجه وزیر اسحاق ډار سره په کتنه کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې صهیونیسټ رژيم یو نسل وژونکی ورانکار دی چې هدف یې یوازې د فلسطین له مینځه وړل نه دي وویل صهیونیسټ رژیم به د ټولو اسلامي هیوادونو امنیت ته تاوان ورسوي.
-
پاکستان د اسرائیلو د تیلي بایکاټ غوښتنه وکړه
Aug 08, 2024 09:31ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر سناتور محمد اسحاق ډار د اسلامي ملګرتیا موسسې د غړیو لخوا د صهیونیسټ رژيم د تیلي او د تجارتي بایکاټ غوښتنه وکړه.
-
د جدې غونډه د ایران د جایزې دفاع حقه ملاتړ :-
Aug 08, 2024 09:11د عربستان په جده کښې د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د کمیټۍ له غونډې وروسته ایران په تهران کښې د اسماعیل هنیه د ټرور په مقابل کښې د خپلې جایزې دفاع د حق د پرځایښت لپاره له ډیر قوي ملاتړ څخه برخمن شوی دی.
-
د هنیه شهیدول د ایران د ملي واکمنۍ ښکاره خلاف ورزۍ ده
Aug 08, 2024 08:00ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست په تهران کښې د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر شهید اسماعیل هنیه ټرور د ایران د ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تیری وباله.
-
له فلسطیني بندیانو سره غیر انساني چلند جنګي جنایت دی
Aug 08, 2024 07:46ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په فلسطین کښې د ملګروملتونو د بشري حقوقو راپورټرې میرمن «فرانسچکا البانیز» له فلسطیني بندیانو سره د صهیونیسټ رژيم غیر انساني کړچار جنګي جنایت اعلان کړ.
-
اروپا کښې د فلسطین د خلکو د ملاتړ دوه ویشت زره مظاهرې شوي
Aug 08, 2024 07:23ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپا او د فلسطین د رسنیو مرکز نن سهار په یوه راپور کښې د فلسطین د خلکو او د غزې تړانګې د ملاتړ لپاره په اروپايي هیوادونو کښې د دوه ویشت زره مظاهرو د ترسره کیدا خبر ورکړ.
-
ایران غزې کښې په اوربند او د تیریو په مخنیوي ټینګار وکړ
Aug 08, 2024 07:05زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران نمایندګۍ وویل د ایران اسلامي جمهوریت په یووخت په دوو لومړیتونو یعني په غزې تړانګه کښې د اوربند په ټینګیدا او له غزې څخه د نیواکګرانو په وتلو او دغه راز د صهیونیسټ رژیم د تیریګرانو په سزا کولو ټینګار لري.
-
ترکیه د هاګ له محکمې سره د اسراییل په وړاندې د غزې د نسل وژنې د قضیې په تړاو یو ځای شوه
Aug 08, 2024 03:08ترکیې د چهارشنبې په ورځ په رسمي ډول هاګ ته د اسراییل په وړاندې د نسل وژنې په قضیه کې د سویلي افریقا شکایت کې د ګډون غوښتنه وکړه.