اسلامی هیوادونه دې د صهیونیسټي رژيم په ضد اغیزشیندونکي تدبیرونه غوره کړي
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست په یولړڅرګندونو کې ووئیل،ټول اسلامی هیوادونه دې په یوه خوله او له یوه بل سره په پیوستون سره د وحشي صهیونیسټي رژیم په ضد دمخنیوی لپاره غیزشیندونکي تدبیرونه غوره کړي.
ایرناخبري آژانس راپو ر ورکړ، د ایران د خارجه وزارت سرپرست علی باقري کني د انډونیشیا له خارجه وزیرې رتنو مرسودي سره په ټيلیفوني تماس کې د اسرائيلي رژيم دجنایتکارو اقداماتو په ضد په تیره بیا په لویدیځي آ سیا سیمې کې د امنیت او ثبات د ساتلو لپاره د اسلامی هیوادونو دګډ دریځ پر غوره کولو په ټينګار سره ووئيل،دمګړئ لویدیځي آسیا سیمه د وحشي صهیونیسټي رزیم د جنایتونو له امله په بحرانی وضعیّت کې شپې سبا کوي او اسلامی هیوادونه باید له صهیونیسټي جنایتکار رژیم سره په مقابلې کې د فلسطین مظلوم ولس ته د مرستې رسونې زمینه برابره کړي.
د ایران د خارجه وزارت سرپرست په تهران کې د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر شهیداسماعیل هنیّه په ترور کې د صهیونیسټي رژیم وروستي اقدام ته په اشارې سره هم زیاته کړه،د صهیونیسټانو دغه جنایت، د ایران د اسلامی جمهوریت پر ملی حاکمیّت او مځکنۍ بشپړتیا تیری کړی دی، له دې امله د صهیونیسټ رژیم په ضد د مخنه نیونې متقابل اقام د ایران یو روا حق او د ملګروملتو د منشور او د نړیوالو حقوقو او اقداماتو په اساس دی.
د ایران خارجه وزارت سرپرست همدراازد غزې ښار په ؛التابعیّن؛ مدرسې کې د هستوګنو فلسطینیو کډوالو باندې په حملې د اسرائيلو ماشوم وژونکي رژیم د وروستي وحشي ډوله اقدام په غندلو سره ټینګار و کړ، ټول اسلامی هیوادونه په یوه خولۀ او له یوه بل سره غږمله د دغه نسل وژونکي رژيم په ضد په مخه نیونې کې اغیزشیندونکي تدبیرونه غوره کړي.
د انډونیشیا خارجه وزیرې هم په دې خبرې په ټينکار سره چې په تهران کې د اسماعیل هنیّه د وروستي ترور پشمول د صهیونیسټي رژیم جنایتونه د نړیوالې سولې اوامنیت لپاره یوه خطره ده ووئيل؛انډونیشیاد اسماعیل ترور محکوم کړی او دائې د ایران د اسلامی جمهوریت دملی حاکمیّت دخلاف ورزۍ مصداق ګڼي.میرمن مرسودي ووئيل، له بده مرغه تر اوسه پورې د اسرائيلو د نسل وژونکي رژيم په وسیله څه دپاسه څلویسټ زره بې ګناه فلسطنیان چې زیاتره ئې ښځې او ماشومان دي ، شهیدان شوي دي ، نو ځکه لازمه ده په فلسطین کې د اوربند پر موضوع تمرکز وشي او په دې زمینې کې د هیوادونو په تیره بیا د اسلامی هیوادونو اتحاد او پیوستون مهم او ضروري دی.