شیخ حسینه وایی چی امریکا دهغې په څنګته کولوکې لاس درلوده
د ایران د (ایسنا) د راپور له مخې، د بنګله دېش استعفا شوې لومړۍ وزیرې "شیخ حسینه" له خپلې استعفا وروسته له "اکنامک ټایمز" مجلې سره په لومړۍ مرکه کې امریکا د هغې د حکومت په ړنګولو کې په لاس لرلو تورنه کړه.
د بنګله دیش مستعفی شوي لومړۍ وزیرې په وروستیو مظاهرو کې چې د بنګله دیش د حکومت د نسکوریدو لامل شوي د امریکا رول اعلان کړ.
د بنګله دېش استعفا شوې لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د دوشنبې په ورځ د اګست په پنځمه نېټه وروسته له هغې استعفا اعلان کړه چې مظاهره کوونکو محصلینو د هغې استعفا یوازینۍ غوښتنه اعلان کړه.
د بنګلادیش محصلینو مظاهرې په پیل کې په دولتي دندو کې د کوټې له سیستم سره د مخالفت له امله وې ، خو د مظاهره چیانو له وژنې او تاوتریخوالي وروسته یې د هغې د استعفا غوښتنه وکړه.
د راپورونو له مخې هغه تاوتریخوالی چې د شیخ حسینه له استعفا وروسته رامینځته شول له 230 ډیر کسان ووژل شول، په بنګله دیش کې د جولای په نیمایي کې د محصلینو د اعتراضونو له پیل راهیسې د مړو شمیره 560 ته ورسیده.
د ایران د (ایسنا) د راپور له مخې، د بنګله دېش استعفا شوې لومړۍ وزیرې "شیخ حسینه" له خپلې استعفا وروسته له "اکنامک ټایمز" مجلې سره په لومړۍ مرکه کې امریکا د هغې د حکومت په ړنګولو کې په لاس لرلو تورنه کړه.
شیخ حسینه چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې په بنګله دېش کې د لومړي وزیر د ماڼۍ له اشغال او لوټلو وروسته هند ته تښتېدلې وه، زیاته کړه چې د نور تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره یې استعفا ورکړه.
د بنګله دېش استعفا شوي لومړي وزیری ویلي، که له هېواده نه وای وتلی، نو په بنګله دېش کې به لا ډېرې وژنې او ورانۍ شوې وې.
وروسته له هغه چې شیخ حسینه له ډاکه هند ته وتښتېده، د نوبل د سولې جایزې ګټونکي محمد یونس په مشرۍ یو لنډمهاله حکومت د لومړي وزیر په توګه رامینځته شو چې د انتقالي دورې څارنه وکړي او وار مخکی ټاکنو ته چمتو شي.