-
سختو چاودنو د سوریې لویدیځ سیمې ولړزولې
Aug 07, 2025 02:29ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې رسنیو د دغه هیواد په لویدیځ کښې د جبله ښار په خواوشا کښې د څو سختو چاودنو د رامینځته کیدا خبر ورکړ.
-
د اوکراین ولسمشر زلنسکي د امریکا له ولسمشر سره خبرې وکړې
Aug 07, 2025 02:17ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي وویل چې په ماسکو کښې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د سپینې ماڼۍ د ځانګړي استازي اسټیو ویټکاف ترمینځ له کتنې وروسته د امریکا له ولسمشر ټرامپ سره خبرې کړي دي.
-
ټرامپ ادعا وکړه چې په مینځني ختیځ کښې د جنګ مخه مو ونیوله
Aug 07, 2025 01:56ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا جنجالي او سرزوري ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د خپلو لافو په تکرارولو او د ایران په اټومي مرکزونو باندې د حملې په باره کښې د خپلو ادعاګانو او د اسرائیلو په تیري کښې د ګډون کولو او د دغه رژیم له جنګونو د رامینځته کولو د ملاتړ په اړه ادعا وکړه چې واشنګټن په مینځني ختیځ کښې د جنګونو د رامینځته کیدا خنډ شوی دی.
-
تاریخ به د اروپايي اتحادیې د مشرانو بې عملۍ هیره نکړي
Aug 07, 2025 01:36ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپايي اتحادیې په پارلمان کښې د کیڼ پالو، شنو ، او د سوشلیسټانو فراکسیونونو او د ترقي غواړو ډیموکراټونو ائتلاف د دغه اتحادیې لوړرتبه چارواکو ته په یوه لیک د هغه څه په وړاندې چې په غزې تړانګه او د فلسطین په نورو نیواکي سیمو کښې رامینځته کیږي د اروپايي اتحادیې په سستۍ او بې عملۍ نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې تاریخ به د تاسو بې عملۍ هیره نکړي.
-
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس پوهیږي چې اوس نوي شرایط رامینځته شوي
Aug 07, 2025 01:18ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل همدا اوس د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس پوهیږي او د هغه مشر هم باید پوه شي چې کاملا نوي شرایط رامینځته شوي دي
-
موږ د داسې اټومي وسلو تر څنګ ژوند کوو چې انسانیت څو ځلي له منځه وړلای شي"
Aug 06, 2025 12:45زمونږ خبریال راپور راکړی د جاپان پر هیروشیما ښار د امریکا له خوا د اټومي بم غورځولو د اتیایمې کلیزې د یاد مراسم په یوې خاموشې دعا پیل شول.
-
قفقاز سیمه کښې له لاسوهونکو پلانونو سره د مقابلې لپاره د ایران سټراټيژیک هدفونه څه دي؟
Aug 06, 2025 11:34د زنګزور د کوریډور یا دهلیز پروژه چې له سیمې څخه د ځینو ورهاخوا قدرتونو په ملاتړ سره تعقبیږي په ظاهره له اذربایجان جمهوریت سره د نخجوان سیمې د ګنډل کیدا لپاره یوه ټرانزیټي پروژه ده، خو په حقیقت کښې د ایران له نظره په پراخو امنیتي ، اقتصادي او سیاسي پایلو سره یو جیوپولیټک ګواښ دی.
-
اسلامي هیوادونه په فعالې ډیپلوماسۍ سره د غزې د جنایتونو مخه ونیسي
Aug 06, 2025 10:09ایران خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان نن د مالیزیا له لومړي وزیر انور ابراهیم سره په ټيلي فوني تماس کښې په غزه کښې د صهیونیسټ رژيم د غمیزو د مخنیوي لپاره د اسلامي هیوادونو د ډله ئیزې هڅې پرضرورت باندې د ټینګار په ترڅ کښې وویل
-
د امریکا ځانګړی استازي اسټیو ویټکاف روسیې ته رسیدلی
Aug 06, 2025 08:29زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی اسټیو ویټکاف ماسکو ته رسیدلی او د روسیې د پانګونې یوه استازي «کیریل دیمتیروف» د هغه هرکلی وکړ.
-
د فلسطین استازي د غزې د جنګ د بندولو غوښتنه وکړه
Aug 06, 2025 07:43ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د فلسطین استازي «ریاض منصور» نن ټینګار وکړ د شلو زرو ماشومانو په شمول د څه د پاسه شپیتو زرو فلسطینیانو د وژلو هیڅ توجیه نشته.