چین: پر ایران د بندیزونو بېرته لګول غیر رغوونکي دي
Aug 29, 2025 14:32 Asia/Kabul
پارس ټوډې - د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اروپایي درې اړخیزو هېوادونو (انګلستان، فرانسې او جرمني) لخوا د «سنپبک» میکانیزم د فعالولو په غبرګون کې وویل: پر ایران باندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو بېرته لګول غیر رغوونکي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوئو جیاکون د جمعې په ورځ د خپلې ورځنۍ خبري غونډې په ترڅ کې ټینګار وکړ چې پر ایران باندې د بندیزونو د بېرته لګولو بهیر پیلول، نه یوازې دا چې د اختلافاتو په حل کې مرسته نه کوي، بلکې د سیاسي او ډیپلوماتیکو خبرو اترو لاره به هم کمزورې کړي.
جیاکون دې ته په اشارې سره چې د ایران اټومي موضوع اوس په یوه حساس پړاو کې ده زیاته کړه: پکن په دې باور دی چې په دې مرحله کې د امنیت شورا هر ډول اقدام باید د خبرو اترو د بېرته پیلولو په لور وي.
ټیګونه