امریکا او اسرائیل د ایران د اسلامي جمهوریت تباه کول غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i163938-امریکا_او_اسرائیل_د_ایران_د_اسلامي_جمهوریت_تباه_کول_غواړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل ایران جنګ نه غواړي خو اسرائیل او امریکا د ایران تباه کول غواړي.
(last modified 2025-08-29T23:28:31+00:00 )
Aug 30, 2025 03:54 Asia/Kabul
  • امریکا او اسرائیل د ایران د اسلامي جمهوریت تباه کول غواړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل ایران جنګ نه غواړي خو اسرائیل او امریکا د ایران تباه کول غواړي.

هغه وویل که چیرې اسرائیلو او امریکا په ایران باندې بیا حمله وکړه نو ایران به ورته سخت ځواب ورکړي.

د ایران ولسمشر پزشکیان وویل امریکا او اسرائیل د ایران ویشل غواړي خو د ایران هیڅ ښاریز نه غواړي چې هیواد دې وویشل شي.

د ویلو ده چې امریکا د روان میلادي کال په جون میاشت کښې  د ایران په اټومي مرکزونو باندې بریدونه کړي وو او له هغه مخکې د اسرائیلو ټروریسټ او جنایتکار رژیم هم د ایران په ځینو سیمو باندې حملې کړي وې او د لوړرتبه پوځي قومندانانو په شمول یې ګڼ شمیر بې ګناه خلک په حملو کښې شهیدان کړي وو.

ایران په دولسي ورځني تپلي جنګ کښې اسرائیلو ته سخته ماتي ورکړي وه او اسرائیلو د امریکا لمن نیولي وه چې ایران ته ووايي جنګ بند کړي.