-
د مجاهدینو د غورځنګ د مشر شهادت به د مقاومت ډلو اراده ماته نه کړي
Jun 08, 2025 02:02ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ په یوې خبر پاڼه کښې د شیخ اسعد ابوشریعه او د هغه د ورور احمد ابو شریعه د شهادت په مناسبت د فلسطین ملت ، عربي او اسلامي ملت او د نړۍ پتیالیو ته مبارکي او تسلیت ووایه او ټینګار یې وکړ چې د مجاهدینو د غورځنګ د مشر شهادت به د مقاومت ډلو اراده ماته نکړي.
-
نوي بندیزونه د ایران له خلکو سره د امریکا د دښمنۍ د ژوروالي نښه ده
Jun 08, 2025 01:50ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي د تجارت او د بانک په برخو کښې له ایران سره د ملګرتیا په پلمه د ایران او د ځینو نورو هیوادونو د څو حقوقي او د حقیقي کسانو پرضد د امریکا د خزانې وزارت لخوا د نویو بندیزونو لګول په کلکه وغندل او ټینګار یې وکړ
-
د اروپا د پارلمان دوه سوو غړیو د ماډلین کشتۍ ملاتړ وکړ
Jun 08, 2025 01:33ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل چې تراوسه د اروپا د پارلمان څه د پاسه دوه سوه غړیو د ازادۍ په کاروان کښې له حاضرو نړیوالو فعالانو سره چې په ماډلین کشتۍ کښې سپاره دي او د غزې تړانګې په لور د حرکت کولو په حال کښې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
-
په غزې کښې د لوږې له جنګ څخه د امریکا ملاتړ ویرونکی دی
Jun 08, 2025 01:22ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ډیموکراټ ګوند د مشرانو جرګې غړي «برني سنډرز» په یو لړ څرګندونو کښې ټینګار وکړ چې د فلسطین د ملت پرضد د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د لوږې له جنګ څخه د واشنګټن ملاتړ ویرونکي مسله ده.
-
د ایران اسلامي جمهوریت به هیڅ ډول زوروینه او بدمعاشۍ ونه مني
Jun 08, 2025 01:10زمونږ خبریال راپور راکړی ولسمشر مسعود پزشکیان وویل د ایران اسلامي جمهوریت تل د منطقي خبرو اوریدو ته چمتو دی خو هیڅکله به زوروینه او بد معاشۍ ونه مني.
-
ټرمپ: ایلان ماسک خپل عقل له لاسه ورکړی دی
Jun 07, 2025 13:51د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل نږدې امریکایي ملګري ایلان ماسک په اړه ویلي چې نوموړي خپل عقل له لاسه ورکړی او ورسره د خبرو اترو لیوالتیا نه لري.
-
په غزه کې ۹ صهیونیسټي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Jun 07, 2025 13:44د غزې د خان یونس په سیمه کې د فلسطیني مقاومت کوونکو په برید کې ۴ اسرائیلي پوځیان هلاک شوي او ۵ نور ټپیان دي.
-
په غزه کې د اختر په لومړۍ ورځ ۴۲ فلسطینیان په شهادت رسېدلي
Jun 07, 2025 12:30د را پورونو له مخې؛ په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د بمبارۍ له امله، د اختر په لومړۍ ورځ ۴۲ فلسطینیان په شهادت رسېدلي دي.
-
د آژانس په حکامو شورا کې د ایران پر ضد هر ډول اقدام په اړه درې اروپايي هېوادونو ته د عراقچي خبرداری
Jun 07, 2025 11:15پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د شورا په غونډه کې د اروپا درې هېوادونو د وروستیو تحرکاتو په غبرګون کې، فرانسې، جرمني او بریتانیا ته یو روښانه خبرداری ورکړ.
-
عراقچي: د رهبرۍ فتوا زموږ لپاره سره کرښه ده؛ اټومي وسله حرامه او د نه منلو وړ ده
Jun 07, 2025 09:40پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د اټومي وسلو د مطلق بندېد په اړه د اسلامي جمهوریت پر اصولي درېځ باندې په کلک ټینګار سره وویل: د اسلامي انقلاب د رهبر فتوا، چې اټومي وسله یې حرامه بللې، د ایران لپاره یو نه ماتېدونکی اصل دی.