غزه کې د صهیونیسټي رژیم ۴ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i161896-غزه_کې_د_صهیونیسټي_رژیم_۴_پوځیانو_ته_مرګ_ژوبله_اوښتې
د غزې په شمالي برخه کې د فلسطیني مقاومت کوونکو په برید کې د صهیونیسټي رژیم یو عسکر په هلاکت رسېدلی او درې نور ټپیان دي.
(last modified 2025-07-03T08:13:01+00:00 )
Jul 03, 2025 12:40 Asia/Kabul
  • غزه کې د صهیونیسټي رژیم ۴ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزې په شمالي برخه کې د فلسطیني مقاومت کوونکو په برید کې د صهیونیسټي رژیم یو عسکر په هلاکت رسېدلی او درې نور ټپیان دي.

د رسنیو د را پورو له مخې؛ په برید کې ۱۹ کلن سارجنټ صهیونیسټي عسکر په هلاکت رسېدلی او د ټانک قوماندان په ګډون ۲ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د فلسطین مقاومتي ډلې ویلي، چې د ټرمپ له لورې د اوربند وړاندیز په اړه به له ارزونې وروسته خپله پرېکړه اعلان کړي.

د فلسطین د حماس اسلامي غورځنګ ټینګار کوي، چې د اوربند له مخې؛ باید ټول صهیونیسټان له غزې څخه ووځي.