د بې پولې ډاکترانو سازمان: په غزه کې طبي وضعیت ناورینوونکی دی
(last modified Thu, 03 Jul 2025 07:42:56 GMT )
Jul 03, 2025 12:12 Asia/Kabul
  • د بې پولې ډاکترانو سازمان: په غزه کې طبي وضعیت ناورینوونکی دی

پارس ټوډې - د بې پولې ډاکترانو سازمان یوه طبي چارواکي په غزې کې د روغتیايي سیسټم د لوی سقوط خبر ورکړ.

د بې پولې ډاکترانو سازمان یوه طبي چارواکي له الجزیرې سره په مرکه کې وویل:

۱۰۰ ورځې کېږي چې موږ طبي تجهیزات او اکمالات ترلاسه کړي نه دي، او که چېرې طبي مرستې په شاوخوا دوو اونیو کې غزې ته ونه رسېږي، نو موږ به اړ شو چې خپل خدمات وځنډوو. دغه چارواکي زیاته کړه: هره ورځ د ماشومانو په منځ کې د خوارځواکۍ ۱۱۰ قضیې ثبت کېږي.

له دې سره، د غزې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اندونیزیا د روغتون رییس ډاکتر مروان السلطان د غزې ښار په لوېدیځ کې د اسراییلي جنګي الوتکو د هوايي برید له امله په شهادت ورسېد.

په دې بیانیه کې ویل شوي: د طبي او بشردوستانه پرسونل پر وړاندې جنایت، د صهیونیسټي دښمن د وحشیانه خوی څرګندونه کوي. موږ د طبي پرسونل پر وړاندې دا وحشتناک جنایت غندو.