-
د ۱۳۵۶ هجري لمریز کال د تاریخي پاڅون په کلیزه د اسلامي انقلاب د ستر لارښود څرګندونې :-
Feb 17, 2021 13:22د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن سهار د دیارلس سوه شپږپنځوسم (۱۳۵۶) هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په نهویشتمه(۲۹) نیټه د تاریخي او د نه هیریدونکي پاڅون د کلیزې په مناسبت د تبریز له یوشمیر خلکو سره په تصویري ارتباط کښې د اسلامي انقلاب سترې بریاوې بیان کړې .
-
که په برجام کښې د مقابل لوري عمل ووينو مونږ به هم عمل وکړوو
Feb 17, 2021 12:42د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا...العظمی خامنه اي په خپله وروستۍ وېنا کښې د برجام ايټمي موافقې او د نظام د سياستونو په باره کښې وفرمايل: که د مقابل لوري عمل ووينو، مونږ به هم عمل وکړوو او دا ځل به اسلامي جمهوريت په تش خبرې او وعدې راضي نه شي.
-
آذربائيجان سيمه د بهرنيو حملو او تجزيه غوښتنې په وړاندې د ايران مضبوطه قلا ده
Feb 17, 2021 10:51د اسلامي انقلاب معظم رهبر آذربائيجان د بهرنيو حملو او تجزيه غوښتنې په مقابل کښې د ايران مضبوطه قلا وبلله.
-
د فرورۍ له ۲۳ څخه د آژانس څارنه کميږي
Feb 17, 2021 09:53د ايران خارجه وزير په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران او ايټمي انرجۍ نړيوال آژانس ملګرتياوې به دوام ومومي وويل، د فرورۍ له ۲۳ څخه به د آژانس څارنه کمښت پېدا کړي.
-
د ايران په دفاعي پروګرام کښې د ډله ايزې وژلې او ايټمي وسلې ځاے نشته
Feb 17, 2021 08:48د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په دې باندې په تاکيد سره چې د هېواد په دفاعي پروګرام کښې د ايټمي په شمول د ډله ايزې وژلې وسلې ځاے نه لري او نه به ولري وويل، دا د نظام پرېکنده فېصله ده او ايران نه غواړي چې د ايټمي وسلو ساتونکے وي.
-
د ايران او افغانستان د سياسي صلاح مشورو غونډه اوشوه
Feb 17, 2021 07:44د ايران او افغانستان د خارجه وزيرانو سياسي مرستيالانو د ويډيو کانفرنس له لارې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو له موضوعاتو سره اړوند ورستي بدلونونه وڅېړل.
-
ایران له اټومي تړون نه دی وتلی چې بیرته ورستون شي
Feb 16, 2021 08:50ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت له اټومي تړون څخه نه دی وتلی چې اوس وغواړي بیرته وروستون شي او په اټومي تړون کښې د تهران د ژمنو کمیدل د دغه تړون د شپږدیرشمې (۳۶) مادې په چوکاټ کښې دي .
-
په ایران باندې د اربیل د پیښې مسوولیت اچول محکوم دي
Feb 16, 2021 12:56زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د عراق د اربیل د بیګا شپې د پیښې او په دې زمینه کښې د ځینو شکمنو اوازو په هکله خپرو شویو خبرونو ته په پام سره وویل په دې سربیره چې دغه اوازې په کلکه رد کیږي په ایران باندې د دغه پیښې د مسوولیت د وراچولو لپاره مشکوکه هڅه سخته په ماتي محکومه ده .
-
نړۍ ایران د منطق او حق لرونکی هیواد ګڼي .
Feb 16, 2021 10:46ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي په دې خبرې سره چې د هیڅ هیواد تر اغیز لاندې نه ورځي وویل دنیا د ایران اسلامي جمهوریت د حق او د منطق لرونکی هیواد پیژندي .
-
د ایران او د روسیې د مانورې پیغام په سیمه کښې د سولې ، دوستۍ او د امنیت پیاوړتیا :-
Feb 16, 2021 09:32د ایران او د روسیې د دوه زره لومړي (۲۰۲۱) میلادي کال د سمندري امنیت د کمربند ګډه پوځي مانوره له نن سهار څخه د هند اوقیانوسیې په شمال سیمه او عمان سمندر کښې پیل شوه .