د ايران او افغانستان د سياسي صلاح مشورو غونډه اوشوه
د ايران او افغانستان د خارجه وزيرانو سياسي مرستيالانو د ويډيو کانفرنس له لارې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو له موضوعاتو سره اړوند ورستي بدلونونه وڅېړل.
د حکومت د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال سيد عباس عراقچي د وروستۍ اور لګېدنې په اړه د افغانستانله خلقو سره د ايران د خلقو د زياتې خواخوږۍ په څرګندولو سره وويل، په راپېښه شوې واقعه کښې مونږ ځانونه د افغان ولس ترڅنګه بولوو.
د افغانستان د خارجه وزارت سياسي مرستيال ميروېس ناب هم په دغه آنلائن غونډه کښې د افغانستان د اسلام قلا په وروستۍ اورلګېدنه کښې د ايران د حکومت او ادارو په موقع او موثره مرستو مننه وکړه.
د دوو اړخيزو تعلقاتو او سيمه ايزو ملګرتياو په پراختيا کښې د ايران او افغانستان د دلچسپۍ وړ موضوعاتو څېړنه د دواړو هېوادونو د خارجه وزيرانو د مرستيالانو د غونډې له بحثونو څخه وو.