صهیونیستي جنرال: اسرائیل د یوې ژورې کندې پر څنډه ولاړ دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i177068-صهیونیستي_جنرال_اسرائیل_د_یوې_ژورې_کندې_پر_څنډه_ولاړ_دي
پارس ټوډې – یوه متقاعد صهیونیستي جنرال ویلي، د دغه رژیم ټولنه نن د یوې «ژورې کندې » په غاړه ولاړه ده او د واقعیتونو له لیدلو په بشپړه توګه ړنده شوې او له سیاسي پلوه له کمزورۍ سره مخ ده.
(last modified 2026-08-24T08:10:15+00:00 )
Aug 24, 2026 12:37 Asia/Kabul
  • صهیونیستي جنرال: اسرائیل د یوې ژورې کندې پر څنډه ولاړ دي

پارس ټوډې – یوه متقاعد صهیونیستي جنرال ویلي، د دغه رژیم ټولنه نن د یوې «ژورې کندې » په غاړه ولاړه ده او د واقعیتونو له لیدلو په بشپړه توګه ړنده شوې او له سیاسي پلوه له کمزورۍ سره مخ ده.

د فارس خبري اژانس په حواله د پارس ټوډی د راپور له مخې، ، متقاعد صهیونیستي جنرال «اسحاق بریک» په معاریو ورځپاڼه کې لیکلي: «اسرائیل په داسې ډګر بدل شوی چې په کې قبیله‌پالنه سپېڅلې ګڼل کېږي او ناسمو اقداماتو ته مشروعیت ورکول کېږي. کله چې هر ډول نیوکه مطرح شي، بېلابېل سیاسي جریانونه پر نیوکه کوونکي تورونه لګوي.»

 بریک زیاته کړې: کله چې هغه په وروستیو کلونو کې د پوځ پر لوی درستیزانو سختې نیوکې کوي او هغوی د کندې په لور د پوځ د کشولو مسؤلین بولي، کیڼ اړخی جریان یې «د بي‌بي چي ښي پاله» بولي.

خو کله چې هغه پر سیاسي مشرانو، په ځانګړي ډول پر نتانیاهو، په اوسني وضعیت کې د هغه د نه انکارېدونکي رول او د پوځ په اړه نیوکه کوي، ښي پال جریان یې «کیڼ اړخی» بولي. او کله چې پر «حریدیانو» نیوکه کوي، هغوی ورته «غیر یهودي» وایي.

متقاعد صهیونیسټي جنرال «اسحاق بریک» همداشان وویل چې ډله‌ییزې ګټې د دغه رژیم د امنیت له ګټو څخه مخکې شوې دي او د ټولنې غړي دې ته چمتو دي چې یو بل ته جدي زیانونه ورسوي؛ هغه څه چې د «اسرائیلو» د ړنګېدو بهیر لا نږدې کوي.