د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر نن تهران ته راغی
Aug 24, 2026 15:12 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر نن د ایران له چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته رسیدلی دی او هغه سره د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم ورسره دی.
د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل په تهران کښې د ایران د کورنیو چارو له وزیر اسکندر مومني سره کتنه هم کړې ده.
دغه راز د پاکستان پوځ وویل چې تهران ته د فیلډ مارشل عاصم منیر سفر د سیمې د سولې او د ثبات د پیاوړتیا په لړ کښې دی.
دغه سفر د سیمې د سولې او د ثبات د پیاوړتیا لپاره د پاکستان د هڅو د یوې برخې په توګه ترسره شوی دی.
ټیګونه