د وحدت اوونۍ؛ اسلامي انقلاب د مسلمانانو د همپالنې ځلوه ۴
د اسلامي انقلاب له لومړیو ورځو راهیسې، اسلامي یووالی د حضرت امام خمیني(ره) د فکري او سیاسي لیدلوري له بنیادي محورونو څخه و؛ هغه مفکوره چې مسلمانان یې له مذهبي، قومي او جغرافیایي پولو هاخوا، ورورولۍ او یووالي ته رابلل.
په ۱۹۷۹ میلادي کال کې د ایران اسلامي انقلاب یوازې د ایران په جغرافیه کې یو سیاسي بدلون نه و؛ بلکې د خپلواکۍ، کرامت، عدالت او اسلامي یووالي په څېر د مفاهیمو په بیا مطرح کولو سره یې هڅه وکړه چې د مسلمانو ولسونو ترمنځ اړیکو ته نوی لید وړاندې کړي؛ داسې لید چې پر دیني مشترکاتو، اسلامي ورورولۍ او د تفرقې او سلطې پر وړاندې پر مقاومت ولاړ و.
د وحدت اوونۍ په مناسبت، د حضرت امام خمیني(ره) په فکري لیدلوري کې د اسلامي یووالي په نظریې کې غور، د دې پوښتنې د څېړلو لپاره یو فرصت دی چې ولې یووالي د اسلامي انقلاب په فکري منظومه کې دومره ځانګړی اهمیت وموند او څنګه کولای شي لا هم د اسلامي نړۍ د ډېرو ستونزو لپاره تر ټولو مهم ځواب واوسي.
یووالی تر هر څه وړاندې، له دې چې یو سیاسي شعار وي، قرآني حقیقت دی.
قرآن کریم انسانان د پیدایښت له پلوه له بنسټیز یووالي څخه برخمن معرفي کوي او مؤمنه ټولنه د «واحد امت» په نوم یادوي. الله تعالی د انبیاء د مبارکې سورې په ۹۲م آیت کې فرمایي: «إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُکُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّکُمْ فَاعْبُدُونِ»؛ بېشکه دا ستاسو امت یو واحد امت دی او زه ستاسو پروردګار یم، نو زما عبادت وکړئ.
په نورو ځایونو کې هم مسلمانانو ته د «امت» په نوم خطاب شوی؛ داسې امت چې رسالت یې په بشري ټولنه کې د خیر، عدالت او هدایت پراخول دي.
قرآن کریم د یووالي ترڅنګ، په وار وار له تفرقې او ډله بندۍ څخه هم منع کوي او په دې اړه له مشهورو آیتونو څخه یو یې داسې دی:«وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِیعًا وَلَا تَفَرَّقُوا»؛ ټول د الله پر رسۍ منګولې ولګوئ او مه تیت پرک کېږئ.
دا آیت یوازې د یو ځای پاتې کېدو سپارښتنه نه کوي؛ بلکې څرګندوي چې حقیقي یووالی هغه مهال معنا پیدا کوي چې ټولنه د «حبلالله» یعنې د الهي حقیقت، قرآن او ګډو اسلامي ارزښتونو پر محور ولاړه وي.
همدا لیدلوری وروسته د اسلامي انقلاب په فکري او سیاسي ډایلاګ کې هم بنسټیز ځای وموند.
د اسلامي انقلاب معمار حضرت امام خمیني(ره)، اسلامي یووالی د اسلامي امت له مهمو اړتیاوو څخه بلل.
د هغه له نظره، د مسلمانانو تاریخي کمزوري تر ډېره د نفوسو، سرچینو او انساني ظرفیتونو د کمښت له امله نه، بلکې د تیتپرکوالې، اختلافونو او د اسلامي ګډو ارزښتونو د هېرولو پایله ده.
امام خمیني(ره) په وار وار ټینګار کاوه چې مسلمانان تر هر قومي، ژبني او مذهبي عنوان وړاندې، د یوه امت غړي دي؛ داسې امت چې یو خدای، یو پیغمبر، یو قرآن او یوه قبله یې له یو بل سره نښلوي.
د امام خمیني(ره) په فکري منظومه کې یووالی د اسلامي مذهبونو د له منځه وړلو په معنا نه و. هغه هېڅکله یووالی د عقایدو د یو شان کولو او د فقهي او کلامي اختلافونو د له منځه وړلو په معنا نه تعبیرولو؛ بلکې باور یې درلود چې مسلمانان کولای شي د خپل مذهبي هویت په ساتلو سره، د دیني مشترکاتو پر بنسټ، د اسلام او مسلمانانو د ګټو لپاره د یو بل ترڅنګ همکاري وکړي.
په بل عبارت، د امام له نظره یووالی د توپیرونو له منځه وړل نه، بلکې د اسلام پر محور د توپیرونو مدیریت کول دي.
اسلامي انقلاب ایران په همدې فضا کې رامنځته شو.
د ۱۳۵۷ لمریز کال په سلوغۍ میاشته کې د ایران خلکو د خپلواکۍ او آزادۍ په شعارونو او له اسلامي لارښوونو څخه په الهام اخیستلو سره، هغه نظام چې له بهرنیو قدرتونو سره پییلی وو، له واکه لرې کړ او د معاصر ایران او اسلامي نړۍ په تاریخ کې یې نوی پړاو پیل کړ.
د اسلامي انقلاب په فکري او سیاسي ډایلاګ کې د ایران خپلواکي یوازې یوه ملي موخه نه وه؛ بلکې د مسلمانانو د عزت او کرامت د بېرته راژوندي کولو لپاره هم یوه سرریزه بلل کېده.
حضرت امام خمیني(ره) باور درلود چې که اسلامي ملتونه پر خپلو سترو انساني، فرهنګي او اقتصادي ظرفیتونو تکیه وکړي او له مصنوعي اختلافونو څخه واټن ونیسي، کولای شي په نړۍ کې خپل وړ مقام بېرته ترلاسه کړي. له همدې امله، د امام په اند اسلامي یووالی له خپلواکۍ، عزت او د پردیو له ولکې څخه له خلاصون سره ژوره اړیکه لرله.
هغه په وار وار خبرداری ورکاوه چې د اسلام دښمنان تر هر څه ډېر د مسلمانانو له یووالي څخه وېرېږي؛ ځکه هغه ملت چې د ایمان او ورورولۍ پر محور سره راټول شي، د فشارونو او ګواښونو پر وړاندې به لا ډېر مقاومت ولري.
د امام خمیني(ره) په اند کې د یووالي له مهمو بنسټونو څخه یو سوچه محمدي(ص) اسلام ته بېرته ورستنېدل وو.
امام باور درلود چې سوچه اسلام داسې دین دی چې د توکم، ژبې، قوم او جغرافیې ترمنځ دیوالونه نه جوړوي؛ بلکې انسانان د ایمان، عدالت او تقوا پر بنسټ یو بل ته ورنږدې کوي.
په دې لیدلوري کې اسلامي امت د بېلابېلو ملتونو له مجموعې څخه جوړ دی چې د خپلو فرهنګي او تاریخي توپیرونو سره سره، ګډ برخلیک لري.
امام خمیني(رح) فرمایلي وو: «ایران خپل ځانګړی حکومت لري، عراق خپل ځانګړی حکومت لري، مصر خپل ځانګړی حکومت لري؛ د هغوی حکومتونه په خپلو ځایونو کې دي؛ خو موږ ټول باید د اسلام لپاره او د اسلام تر بیرغ لاندې یو ځای واوسو. ټول مسلمانان باید د نورو پر وړاندې یو لاس او یوموټی واوسي. هر څوک دې په خپل چاپېریال کې، له هر حکومت او هر مذهب سره چې وي، خپلواک واوسي؛ خو ځکه چې مسلمان دی، لږ تر لږه دې له نورو مسلمانانو سره ورورولي، دوستي او اړیکې ولري. د ټولو اسلامي هېوادونو پوځونه باید د یو بل ملاتړ وکړي.»
دا وینا د اسلامي یووالي په اړه د امام خمیني(رح) د لیدلوري لنډیز وړاندې کوي.
یعنې مسلمانان باید تر دې مخکې چې مذهبي توپیرونو ته پام وکړي، یو ستر حقیقت ته متوجه شي؛ هغه حقیقت چې هغوی د یوې قبلې، یوه اسماني کتاب او یوه پیغمبر پر وړاندې سره راټولوي.
حضرت امام خمیني(ره) د شیعه او سني ترمنځ اختلاف د اسلامي امت د دښمنانو د ناوړه ګټې اخیستنې له مهمو زمینهوو څخه باله. هغه په وار وار ټینګار کاوه چې مذهبي توپیرونه هغه مهال چې په دښمنۍ، سپکاوي او تکفیر بدل شي، نه د شیعهوو په ګټه دي او نه د اهل سنتو؛ بلکې تر ټولو ډېره هغو استعمارګرو ته لاره پرانیزي چې د اسلامي ټولنو د کمزوري کولو هڅه کوي.
د هغه په یوه وینا کې راغلي چې ځینې لاسونه هڅه کوي د مذهب په نوم د مسلمانانو ترمنځ اختلاف رامنځته کړي؛ په داسې حال کې چې دغه ډلې نه د تشیع پر وړاندې ژمنتیا لري او نه د اهل سنتو، بلکې موخه یې د اسلام کمزوري کول او د مسلمانانو له زیرمو، شتمنیو او ټاټوبو څخه ګټه اخیستل دي.
پر همدې بنسټ، امام مسلمانان هڅول چې په عقل، تدبیر او پراخ نظر سره خپل اختلافونه د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل کړي او اجازه ورنه کړي چې طبیعي توپیرونه په ژورو ټولنیزو او سیاسي دړو باندې بدل شي.
د امام خمیني(ره) په اند، د اسلامي یووالي له مهمو ځلا څخه یوه دا وه چې د اسلامي نړۍ د امت عمومي ګټو ته د فردي او ډلهییزو محدودو ګټو په پرتله لومړیتوب ورکړل شي. هغه باور درلود چې مسلمانان باید د اسلامي نړۍ د برخلیک پورې په اړوندو مسایلو کې له قومي او مذهبي پولو هاخوا فکر وکړي. له همدې امله یې په وار وار له مسلمانو ولسونو څخه وغوښتل چې د یو بل درد خپل درد وبولي او د مسلمانانو پر وړاندې د ظلم او تېري په مقابل کې د ګډ مسؤلیت احساس کړي.
په دې لیدلوري کې فلسطین، لبنان، عراق، افغانستان او یا هره بله اسلامي خاوره یوازې د یوه ولس مسئله نه وه؛ بلکې د اسلامي امت د ګډې اندېښنې یوه برخه ګڼل کېده.
امام خمیني(ره) ان د هغې ورځې هیله څرګنده کړې وه چې مسلمانان به د ورورولۍ او آزادۍ په فضا کې په قدس کې سره راټول شي او د یووالي لمونځ به ادا کړي؛ هغه انځور چې د ده لپاره د اسلامي امت د عزت او پیوستون نښه وه.
خو د امام خمیني(ره) له نظره اسلامي یووالی څنګه باید رامنځته شي؟
لومړی ځواب یې د الله تعالی پر رسۍ منګولو لګول وو.
امام ټینګار کاوه چې له الله تعالی، قرآن کریم او الهي ارزښتونو سره له ټینګې اړیکې پرته حقیقي یووالی معنا نه لري. که د انسانانو یووالی یوازې د لنډمهالو ګټو پر بنسټ رامنځته شي، د شرایطو په بدلېدو سره به له منځه ولاړ شي؛ خو هغه یووالی چې ریښه یې په ایمان او اخلاقو کې وي، لا ډېر دوامدار او ژور وي.
دوهم اصل، د اسلامي مذهبونو ترمنځ متقابل درناوی و.
د امام له نظره، شیعه او سني اړ نه دي چې د یووالي لپاره له خپلو مذهبي باورونو څخه لاس واخلي؛ بلکې باید د یو بل احترام وساتي او علمي اختلافونه د عالمانه خبرو اترو ډګر ته پرېږدي، نه دا چې هغه د احساساتي او عامو خلګو لپاره د شخړو لامل وګرځوي.
په بل عبارت، علمي اختلاف موجودېدای شي، خو سپکاوی، تکفیر او دښمني له اسلامي یووالي سره هېڅ ډول تړاو نه لري.
درېیم اصل هم د اسلامي امت په ګډو مسئلو کې همکاري وه؛ یعنې مسلمانان باید د ګډو ګواښونو پر وړاندې، د انساني کرامت، عدالت او د اسلامي ملتونو د خپلواکۍ په دفاع کې همغږی او مسؤلانه دریځ ولري.
دغه مفکوره د اسلامي انقلاب له بریا وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت د ډایلاګ له بنسټیزو اصولو څخه وګرځېده. اسلامي جمهوریت هڅه وکړه چې له اسلامي نړۍ سره په خپلو اړیکو کې پر اسلامي ورورولۍ او د مسلمانانو د ملتونو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړي او یووالی د یوه فرهنګي، دیني او سیاسي تګلارې په توګه مطرح کړي.
د ایران اسلامي انقلاب له پیله هڅه وکړه چې یووالی نه د لنډمهالې تاکتیک په توګه، بلکې د قرآن کریم پر بنسټ د یوه اصل په توګه معرفي کړي.
په دې ډایلاګ کې د مسلمانانو عزت د هغوی په همدردۍ او یووالي پورې تړلی دی او د امت کمزوري د تفرقې او شخړو له منځه راپورته کېږي.
امام خمیني(ره) په وار وار یادونه کوله چې که مسلمانان وکولای شي هغه د یووالي روحیه چې د اسلام په لومړیو کې موجوده وه، بیا راژوندۍ کړي، د اسلامي امت ډېر هېر شوي ظرفیتونه او وړتیاوې به هم وغوړیږي.
د هغه له نظره، هغه څه چې لومړني مسلمانان یې ځواکمن کړي وو، یوازې مادي امکانات نه وو؛ بلکې ایمان، ورورولي او د وحدت کلمه وه.
نن هم اسلامي نړۍ له ګڼو ننګونو سره مخ ده؛ چې یوه برخه یې په کورنیو اختلافونو کې ریښه لري او بله برخه یې د موجودو دړو څخه د ولکه پالو قدرتونو د لاسوهنې او ناوړه ګټې اخیستنې پایله ده. په داسې شرایطو کې، د اسلامي انقلاب په ډایلاګ کې د یووالي په نظریې باندې غور تر هر څه وړاندې موږ ته د یوه مهم حقیقت یادونه کوي:
مسلمانان کولای شي په ډېرو مسئلو کې بېلابېل نظرونه ولري، خو باید اجازه ورنه کړي چې دغه اختلافونه د اسلامي ورورولۍ بنسټ له منځه یوسي.
اسلامي یووالی یعنې پر ګډو ارزښتونو او مشترکاتو تکیه کول، د تاوتریخوالي پر ځای خبرې اترې، د یو بل د مقدساتو درناوی، د عدالت په لاره کې همکاري او د انسانانو له کرامت څخه دفاع.
د امام خمیني(ره) په اند، د ایران اسلامي انقلاب پر دې باور ولاړ دی چې اسلامي امت هغه مهال عزت او سرلوړي ترلاسه کولای شي چې د ړندو تعصبونو، فرقهییزو شخړو او قومي دښمنیو له حصار څخه راووځي او یو ځل بیا خپل ګډ اسلامي هویت بېرته ومومي.
دا پیغام د یو شان فکر کولو بلنه نه ده، بلکې د یو زړه کېدو بلنه ده. نه د مذهبونو د له مینځه وړلو، بلکې د مذهبونو ترمنځ د متقابل درناوی بلنه.
نه د علمي بحثونو د خاموشولو، بلکې په ټولنیزه دښمنۍ باندې د علمي اختلاف له بدلېدو څخه د مخنیوی بلنه ده
او نه ډلهییزو ګټو ته د لومړیتوب ورکولو بلنه، بلکې د اسلامي امت عمومي ګټو ته د ترجیح ورکولو بلنه ده.
امام خمیني(ره) له همدې لیدلوري سره یووالی د اسلامي ویښتیا له بنیادي ستنو او د مسلمانو ولسونو د ځواک راز باله؛ هغه اند چې د اسلامي انقلاب په ډایلاګ کې یې دوام وموند او لا هم په اسلامي نړۍ کې د همدردۍ او یووالي د بلنې له مهمو محورونو څخه ګڼل کېږي.