د فرورۍ له ۲۳ څخه د آژانس څارنه کميږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96616-د_فرورۍ_له_۲۳_څخه_د_آژانس_څارنه_کميږي
د ايران خارجه وزير په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران او ايټمي انرجۍ نړيوال آژانس ملګرتياوې به دوام ومومي وويل، د فرورۍ له ۲۳ څخه به د آژانس څارنه کمښت پېدا کړي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 17, 2021 13:23 Asia/Kabul
  •  د فرورۍ له ۲۳ څخه د آژانس څارنه کميږي

د ايران خارجه وزير په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران او ايټمي انرجۍ نړيوال آژانس ملګرتياوې به دوام ومومي وويل، د فرورۍ له ۲۳ څخه به د آژانس څارنه کمښت پېدا کړي.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف د کابينې د غونډې ترڅنګه د برجام ايټمي موافقې په اړه د اسلامي شورا د جرګې د قانون د اجرا په باره کښې وويل: د ايران د اسلامي شورا د جرګې د قانون له مخې د فرورۍ په ۲۳ به يو هغه اقدام چې قانون ټاکلے دے او د آژانس د څارنې کمول دي نه  د هغې اودرول، اجرا شي.

هغه زياته کړه، د څارنونکي سېسټم د معاهدې په بنياد مو چې په حقيقت کښې د آژانس د څارنې معيار دے تر اوسه عمل کړے دے او ورباندې ژمن يوو، د يو رضاکارانه اقدام په توګه مو الحاقي پروټوکولو بې له تصويبه اجرا کړے ؤ او اوس مو فېصله کړې ده چې دغه رضاکارانه اجرا اودروو.

د ايران خارجه وزير وويل: د هغې غوښتنې په اړه چې د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس مشر کړې ده له هغه سره صلاح مشوره وکړوو، د ايران د ايټمي انرجۍ ادارې هم په رسمي توګه د ايټمي انرجۍ نړيوال آژانس ته ويلي دي چې د فرورۍ له ۲۳ څخه  به د الحاقي پروټوکول په اجرا کښې زمونږ رضاکارانه اقدامات اودرول شي خو د آژانس څارنه به دوام پېدا کړي.

د ايران خارجه وزير زياته کړه، برجام ايټمي موافقې ته د ستنېدو په صورت کښې به هغه وخت د تېرو پينځو کلونو په شان د الحاقي پروټوکول پورې اجرا ته دوام ورکړوو.