-
د تولید لپاره پانګه؛ د کال شعار
Aug 21, 2025 09:44د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د کال شعار نومې لړۍ په دوام کې د «تولید لپاره پانګه» په نامې سره له څوارلسم مطلب سره، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر لارښودحضرت آیتا...العظمی سید علی خامنهاي له خوا د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د نومونې په مناسبت جوړ شوی، ستاسو په خدمت کې یو.هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
د امريکا يوه اړخيزه تګلاره د زغملو وړ نه ده
Aug 20, 2025 12:54پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د بېلاروس له ولسمشر سره په کتنه کې وويل: نن ورځ امريکا او ځينې اروپايي هېوادونه د يو اړخيزې تګلارې د پراخولو او پر نورو هېوادونو باندې د خپلو نظرونو د تحميلولو په لټه کې دي، چې دا چلند ستاسو او زموږ لپاره د زغملو وړ نه وو او نه دی.
-
په سیمې کې سوله د ایران لپاره یو سټراټیژیک لومړیتوب دی
Aug 20, 2025 02:16د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ولسمشر مسعود پزشکیاند ارمنستان له لومړي وزیر سره په ګډ خبری کنفرانس کې وویل چې د ایران لپاره په قفقاز کې سوله یو سټراټیژیک لومړیتوب دی او مونږ د آذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمینځ د سولې خبرو ملاتړ کوو. هغه زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت تل په دې ټینګار کړی چې په قفقاز سیمې کې د نړیوالو پولو بدلون نه مني او باور لري چې دا سیمه باید د جیو-پولیټیکي سیالیو ډګر ونه ګرځي.
-
اویا فیصده افغان کډوال پخپله خوښه خپل هیواد ته ستانه شوي دي
Aug 18, 2025 10:08د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنيو چارو وزير وويل: افغان غیر قانونی وګړو تر ټولو زيات وتل د خراسان رضوي له سرحدونو ثبت شوي، تر اوسه يو ميليون او دوه لکه افغان وګړي له هېواده وتلي او د دوه ميليون نورو غيرقانوني ښاریزو سوکه سوکه ستنېدل په کاري پلان کې دي.
-
د ایران اسلامي جمهوریت د قفقاز د سیمې بدلونونه په پرانیستي سترګو سره څاري
Aug 17, 2025 08:43پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایی په جنوبي قفقاز کې د وروستیو بدلونونو په اړه وویل: موږ د قفقاز بدلونونه په پرانستې سترګو څارو او هیڅ موضوع ساده او کم ارزښته نه ګڼو.
-
د ارمنستان او ایران د ملي امنیت مسئولانو د تهران-ایروان ترمینځ دملګرتیاپه اړه خبرې کړې
Aug 17, 2025 02:32پارس تودي - د ایران او ارمنستان د ملي امنیت شوراګانو مسئولانو د دواړو هېوادونو ترمینځ د دوه اړخیزو ملګرتیاو په اړه خبرې اترې کړې.
-
ایران په جنوبي قفقاز کې د سولې او ثبات ملاتړ ته ژمن دی
Aug 17, 2025 01:54پارس تودي - د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د پرون په ماښام یوه یادښت کې لیکلي چې تهران په جنوبي قفقاز کې د سولې او ثبات ملاتړ ته ژمن دی او د ارمنستان امنیت، هوساینه او پرمختګ د ایران غوښتنه ده.
-
«غزه په تنده کې، اسرائیل ایران ته د اوبو وعده ورکوي»؛ د نتانیاهو بېځایه خبرو ته د ایراني د ایکس شبکې د کاروونکو غبرګون
Aug 16, 2025 12:28پارس ټوډی - د اسرائیلو رژیم د لومړي وزیر ادعا چې د ایران د اوبو د بحران د حل لپاره یې کړې، د دې هېواد د خلکو غبرګون را پارولي.
-
لوړ پوړی ایراني ډیپلومات: له اسراییلو د نړیوالې محکمې د مرستیالې ملاتړ له قضایي اخلاقو یوه حیرانونکې سرغړونه ده
Aug 16, 2025 11:30پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال وزیر نن شنبه په یو پیغام کې له صهیونیسټ رژیم څخه د نړیوالې محکمې د مرستیالې ملاتړ ته په ځواب کې وویل: د داسې رژیم ملاتړ چې په محکمه کې ګڼې دوسیې لري د نړیوالې محکمې اعتبار کمزوری کوي.
-
د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو په انقره کې غونډه وکړه
Aug 16, 2025 03:02د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په انقره کې له خپل ترکي سیال نوح یلماز سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.