هیڅ قدرت د ایران د ملت د تسلیمولو جوګه نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172038-هیڅ_قدرت_د_ایران_د_ملت_د_تسلیمولو_جوګه_نه_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا او د صهیونیسټ رژیم له تیریو سره سره د ایران د اسلامي جمهوریت اصولي دریځونو ته په اشارې سره جوته کړه:ایران جنګ او بې ثباتۍ نه غواړي او تل له بیلابیلو هیوادونو سره په رغنده تعامل او خبرو اترو باندې ټینګار لري.
(last modified 2026-04-15T10:22:44+00:00 )
Apr 15, 2026 14:43 Asia/Kabul
  • هیڅ قدرت د ایران د ملت د تسلیمولو جوګه نه دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا او د صهیونیسټ رژیم له تیریو سره سره د ایران د اسلامي جمهوریت اصولي دریځونو ته په اشارې سره جوته کړه:ایران جنګ او بې ثباتۍ نه غواړي او تل له بیلابیلو هیوادونو سره په رغنده تعامل او خبرو اترو باندې ټینګار لري.

هغه وویل سره له دې تسلیمیدا ته د ایران د تسلیمولو یا د ارادې د تپلو لپاره هر ډول هڅه په ماتي محکومه ده او د ایران ملت به هیڅکله دغه کړچار ونه مني.

هغه په دوام کښې په نړیوال نظام کښې په دوه ګوڼه کړچارونو باندې نیوکې سره د نورو هیوادونو پرضد هر ډول پوځي اقدام د نړیوال منلو شویو اصولو پرخلاف وباله او ویې ویل:زمونږ په هیواد حمله په کوم جرم ترسره شوې ده؟

په ملګي وګړو، شخصتیونو ، ماشومانو باندې حملې کول او د ښوونځیو او د روغتونونو په شمول په مهمو مرکزونو باندې بریدوه کول او هغه ورانول د انساني اصولو او د نړیوالو حقوقو په چوکاټ کښې څه توجیه لري؟

هغه د ایران د ملي انسجام پرضرورت باندې ټینګار سره وویل د خدای په مهربانۍ سره په څلویښت ورځې مقاومت کښې د ایران د خلکو د مثال وړ او بې ساري انسجام او وحدت دښمانان په خپلو سپیرو هدفونو کښې مایوسه کړل او هیله کیږي چې د هیواد ټول زړه سواندي د خپل تاریخي مسوولیت په درک کولو سره د ملي ګټو د ملاتړ او د وحدت د پیاوړتیا په لاره کښې حرکت وکړي.

بل خبر دا چې د ایران یوه وزیر وویل امریکا هیڅ اخلاق او قانون نه پیژندي.

 

د ایران د ساینس  وزیر «حسین سیمايي صراف» وویل تهران له داسې دښمن سره مخامخ دی چې هیڅ ډول اخلاقیاتو، قانون او یا بل کوم سیسټم ته احترام نه لري.