-
د صهیونیستي رژیم د تجریش په تهران کې د یرغل په اړه د انګلستان د محافظه کارو رسنیو غبرګون
Jul 05, 2025 02:41پارس تودي - د انګلستان محافظه کارو رسنیو د تهران د تجریش په میدان قدس کې د صهیونیستي رژیم د توغندیز برید د شیبو انځورونه خپاره کړي او د دې جنایت انساني اړخونه یې روښانه کړل.
-
ولایتي: د متحده ایالاتو او صهیونیستي رژیم له خوا پر ایران بریدونه د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده
Jul 05, 2025 02:39پارس تودي - د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر د بهرنیو چارو سلاکار ډاکټر «علياکبر ولایتي» وايي: د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د امنیت شورا مشر باید د خپلو قانوني او اخلاقي مسوولیتونو له مخې یرغلګر وپیژني او دوی ته سزا ورکړي ترڅو د ایران پر ضد د مادي او معنوي زیانونو د جبران لپاره اړ کړای شي.
-
بقائي: غیر مستقیم تماسونه شته دي
Jul 04, 2025 12:15د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي د اسکای نیوز شبکې سره په خبرو کې وویل، چې دیپلوماسي هیڅکله پای ته نه رسېږي او غیر مستقیم تماسونه شته دي.
-
په روسيې کې د ایران په کنسولګرۍ کې د اسرائیلي بریدونو د شهيدانو د یاد دفتر پرانیستل شو
Jul 04, 2025 12:14د ایران پر ضد د اسرائیلي رژیم د وروستیو بریدونو د مظلومو شهيدانو د یاد او درناوي په موخه، د روسيې په آستراخان کې د ایران د کنسولګرۍ په ودانۍ کې د یاد دفتر پرانیستل شو.
-
ایران د فلسطینیانو پر ضد د اسرائیلي رژیم جنایاتو دوام غندلی
Jul 04, 2025 12:05د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي د فلسطین په اشغالي خاوره کې د نسل وژنې د شدت او په تېره یوه اوونۍ کې د غزې په بېلابېلو برخو کې د سلګونو بې دفاع فلسطینیانو د وژنې په اړه سختې نیوکې کړې دي.
-
تخت روانچي: ایران به د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکړي
Jul 04, 2025 12:02د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مجید تخت روانچي د امریکا له NBC نیوز شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې ایران د واشنګټن په وړاندې د بې باورۍ سره سره، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید وروسته رامنځته شوی، د دیپلوماسۍ دروازې لا هم خلاصې دي او ایران به د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکړي.
-
مسعود پزشکیان په ۱۷مې اکو غونډه کې: د ایران ملت صهیونیستي یرغلګرو ته لوی درس ورکړ
Jul 04, 2025 11:54پارس تودي- د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د ایران پر خلکو د صهیونیستي رژیم د یرغل په پایله کې د پراخو انساني تلفاتو په اړه وویل: «په دې جګړه کې د ایران وسله والو ځواکونو د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې سره سم د ایران د ملت، ملي حاکمیت او د خاورې د بشپړتیا د دفاع لپاره مشروع دفاع وکړه، یرغلګرو ته یې لوی درس ورکړ او په سیمه کې یې د جګړې د پراخېدو مخه ونیوله
-
د امریکا پر وړاندې ولې نه تسلیمیږو؟ د امام حسین (ع) له مکتب څخه یو درس
Jul 03, 2025 10:01پارس ټوډې - د ایران ملت یو پیاوړی اسلامي ایران غواړي؛ داسې ایران چې دښمنان یې په ظالمانه ډول د بندیزونو، ترورونو او د جګړې د تپلو له لارې غواړي په نړۍ کې د هغه د ځلیدا مخه ونیسي. خو د ایران ملت د امام حسین (ع) له مکتبه زده کړي چې د خپل امام په پیروۍ سره د دښمن پر وړاندې تسلیم نه شي او پر ظلم باندې برلاسی شي.
-
ایران: د مذهبي او قومي تنوع په ساتلو کې یو بریالی ماډل؛ ولې لوېدیځ غواړي ایران یو تړلی هېواد معرفي کړي؟
Jul 03, 2025 11:48پارس ټوډي - میډل ایست مانیټر په یوه راپور کې لیکي: د ایران د پارلمان د یهودي اقلیت پخوانی استازی سیامک مره صدق، وايي: "موږ د ایراني کلتور پرته ژوند نشو کولی."
-
له تهران سره اتحاد ولې د ټولې عربي نړۍ په ګټه دی؟
Jul 03, 2025 09:10پارس ټوډې - د قطر العربي الجدید ویب پاڼې ویلي، ایران تل د عربي ملتونو ملګری او د فلسطین ریښتینی ملاتړی پاتې شوی دی. دغې ویب پاڼې ټینګار کړی چې عربي هېوادونه باید له ایرانه، چې یوازې د استکبار پر وړاندې ولاړ دی، د قوت او خپلواکۍ درس واخلي او پوهه دې شي چې له تهران سره اتحاد د ټولو عربي هېوادونو په ګټه دی.