د امریکا د فوځي بودیجي تامینوونکو ارګانونو ته د قالیباف خبرداری
-
محمد باقر قالیباف
پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د پآرلمان مشر د امریکا د فوځي بودیجو تامینوونکو ارګانونو ته سخت خبرداری ورکړ.
د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په خپل شخصي پاڼه کې، د امریکا د فوځي بودیجي تامینوونکو ارګانونو ته په خطاب کې، ولیکل: ستاسو ونډې مو تر نظر لاندې نیولې دي، دا ستاسو لپاره وروستی خبرداری دی.
د دې پیغام په دوام کې راغلی دی: د پوځي اډو په ترڅ کې، هغه مالي ارګانونه چي د امریکا فوځي بودیجي تامینوي، زمونږ لپاره مشروع اهداف بلل کیږي.
هغه زیاته کړه: د امریکا د خزانې له خوا وړاندې شوې قرضه پاڼې د ایرانیانو په وینو باندې ککړې دي، که هر یو مالي ارګان یا شرکت دغه پاڼې رانیسي، په دې معنا ده چي په خپلو تاسیساتو او شتمنیو باندې حملې رانیولي دي.