د ایراني توغندیو د امله د امریکا د مرکزي قومندې لالهاندي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171608-د_ایراني_توغندیو_د_امله_د_امریکا_د_مرکزي_قومندې_لالهاندي
پارس تودی- د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو څانګې د یوې اعلامیې په ترڅ کې د امریکا د فوځ او د بیلتون پالو ترهګرو ډلو په خلاف د رېښتونې وعدې د عملیاتو د ۷۴ مې څپې د پیلېدو خبر ورکړ.
(last modified 2026-03-23T12:02:05+00:00 )
Mar 23, 2026 16:30 Asia/Kabul
  • د ایراني توغندیو د امله د امریکا د مرکزي قومندې لالهاندي

پارس تودی- د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو څانګې د یوې اعلامیې په ترڅ کې د امریکا د فوځ او د بیلتون پالو ترهګرو ډلو په خلاف د رېښتونې وعدې د عملیاتو د ۷۴ مې څپې د پیلېدو خبر ورکړ.

د پارس تودی له راپور سره سم، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو څانګې اعلان وکړ چي د وعده صادق د عملیاتو څلور اویایمه څپه د یا امیر المومنین علیه السلام په نعرې سره، په سیمه کې د امریکا په اډو او د نیواکي فلسطین په مرکز او جنوب باندې د صهیونیست رژیم او امریکایانو په خلاف، له مخکي د پلان شوي طرحې له مخې، په نویو تاکتیکونو او جنګي سازو سامان سره، بریدونه تر سره شول.

د سپاه پاسداران د اعلان له مخې، د امریکا ملک سلطان نومې اډه، د امریکا پنځمه سمندری بېړه او د کوملې د ترهګرې ډلې ځالې، د مخکنیو ورځو د بریدونو په تسلسل کې، د عماد، فاتح، قیام توغندیو او جنګي ډرونونو په وسیله په نښه شوي دي.

همدارنګه په تل ابیب، پتاح تکفا، حولون او رامات ګان کې فوځي اډې او امنیتي مرکزونه، د قدر، خیبرشکن او خرمشهر ۴ ډوله درانه توغندیو سره، وویشتل شول او ویجاړ شول.

د میداني راپورونو له مخې، د امریکا مرکزي قومندانۍ، ترهګر ارګان په لوېدیځه اسیا کې د خپلې دفاعي څوپوړیز سیسټمونو د ناکامۍ او د امریکا په جنګي اکمالاتو کې د ناخوالو د امله لالهانده شوی دی، چي د دې کارنده بریدونو په پایله کې د جنګ انډول د ایران په ګټه د بدلېدو په حال کې ده.