-
د ایران د حکومت ویاند: د ایران سمندري ځواکونه د نړۍ په هر سمندري موقعیت کې د عملیاتو توان لري.
Dec 02, 2023 01:35د ایران د حکومت ویاند وايي، د ایران سمندري ځواکونه د ایران د سمندري امنیت او د اسلامي جمهوریت د بېړیو د امنیت د ساتنې لپاره پوره چمتووالی لري او د نړۍ په هر سمندري موقعیت کې د شتون او فعالیت کولو توان لری.
-
صهیونیسټي رژیم ته بلنه؛ د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په غونډه کې د رئیسي د نه ګډون لامل
Dec 01, 2023 09:53د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، صهیونیسټي چارواکو ته د بلنې له امله په اماراتو کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په غونډه کې ګډون نه کوي.
-
د غزې او لوېدیځې غاړې له خلکو څخه د یمن ملاتړ د ستاینې وړ دی
Dec 01, 2023 09:22د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په تهران کې د ملي نجات د حکومت له سفیر ابراهیم الدیلمي سره په کتنه کې، د غزې او لوېدیځې غاړې له خلکو څخه د صنعا د ملاتړ قدرونه وکړه.
-
له سعودي عربستان سره د پوځي اړیکو د ښه کولو لپاره د ایران د وسله والو ځواکونو چمتووالی
Dec 01, 2023 02:46د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د سعودي له دفاع وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمینځ د پوځي اړیکو د پراختیا لپاره د ایران د وسله والو ځواکونو له چمتوالي خبر ورکړ.
-
امیر عبداللهیان: د غزې او لویدیځې غاړې له خلکو سره د یمن ملاتړ د ستاینې وړ دی
Dec 01, 2023 01:25د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په تهران کې د ملي نجات د حکومت له سفیر ابراهیم الدیلمي سره په کتنه کې د غزې او لویدیځې غاړې له خلکو سره د صنعا د ملاتړ قدرداني وکړه.
-
دفلسطین خلګو په مقاومت سره دښمن لالهانده کړی دی
Nov 30, 2023 12:45د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر چي په تهران کې د میټرو د پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون کړې وه، د فلسطین د ولس مقاومت بې سارې وبلل .
-
د امنیت شورا د فلسطین په هکله خپله دنده کې ناکامه شوې
Nov 30, 2023 12:38د ایران خارجه وزیر چي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د وینا کولو تیاري نیولې وه، د امریکا له لورې د ویزو د نه ورکړې په خاطر غونډې ته نه ورسېده او وینا یې د ایران د استازی سعید ایراني له خوا وړاندې شوه.
-
ایران له سعودی سره د فوځي اړیکو لپاره چمتو دی
Nov 30, 2023 11:03د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز اعلان وکړ چي مونږ له سعودی عربستان سره فوځي همکاریو لپاره چمتو یو.
-
د آژانس د عمومي منشي خپلواکه موقعیت تر پوښتنې لاندې مه راوله
Nov 30, 2023 04:13د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس د عمومي منشي رافائل ګروسي وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون وښود.
-
د سیمې د نوې سیاسي جغرافیې ځانګړنې د مقاومت په محورونو سره دي
Nov 29, 2023 12:48د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې خبرې سره، چې د نړیوال مقاومت د محور رامنځته کېدو په اړه د امام خمیني (ره) زېری، نن په سیمه کې په حقیقت بدل شوی دی، څرګنده کړه: د مقاومت محور د سیمې د برخلیک د بدلولو په حال کې دی چې یوه بېلګه یې، همدا الاقصی طوفان دی.