دفلسطین خلګو په مقاومت سره دښمن لالهانده کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142416-دفلسطین_خلګو_په_مقاومت_سره_دښمن_لالهانده_کړی_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر چي په تهران کې د میټرو د پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون کړې وه، د فلسطین د ولس مقاومت بې سارې وبلل .
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Nov 30, 2023 12:45 Asia/Kabul
  • دفلسطین خلګو په مقاومت سره دښمن لالهانده کړی دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر چي په تهران کې د میټرو د پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون کړې وه، د فلسطین د ولس مقاومت بې سارې وبلل .

د ایرنا له راپور سره سم، د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي نن په پرند ښار کې د میټرو دپرانیستلو په مراسمو د دې په بیانولو چي فلسطیني ولس په خپل مقاومت سره، دښمنان یې لالهانده کړی، وویل:  مونږ تاسو نن سبا د فلسطین د مظلوم ولس اقتدار، عزت، مقاومت او صبر وینو چي د امله یې ټول دښمنان بې وسه او لالهانده شوي دي.

هغوی زیاته کړه: د ښځو او ماشومانو وژله د مجاهدینو په وړاندې د دښمن د لالهاندی او بې وسی ښودنه کوي او د بلې خوا نه بیا په نړیواله سویه کې د اسرائیل د رژیم څخه د نفرت د رامینځ ته کېدو لامل شوی دی ځکه چي دا رژیم د نړۍ د سترګو په مخ ۵ زرو نه زیات ماشومان د ۵۰ ورځو په موده کې په شهادت ورساوه.

سید ابراهیم رئیسي د دښمنانو په وړاندې د ایران د ولس د مقاومت د ستایلو په ترڅ کې وویل: ایران پرمختګ کړی او دا بهیر به دوام وکړي او دا ټولې لاسته راوړنې هم د ایران د ولس د مقاومت پایلې دي.