د ایران خارجه وزیر:
د امنیت شورا د فلسطین په هکله خپله دنده کې ناکامه شوې
د ایران خارجه وزیر چي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د وینا کولو تیاري نیولې وه، د امریکا له لورې د ویزو د نه ورکړې په خاطر غونډې ته نه ورسېده او وینا یې د ایران د استازی سعید ایراني له خوا وړاندې شوه.
د ایران د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په وینا و کې د امنیت شورا ته په خطاب کې راغلی دی: د غزې په هکله غونډه یوه ارزښناک اقدام دی خو داسي غونډې هغه وخت ګټه کوي چي د فلسطین د خلګو د وژنو او د کړاوونو د مخنیوی لپاره د عملي اقداماتو لامل شي.
هغه یادونه کړې ده چي د ملګرو ملتونو سازمان او په ځانګړې توګه بیا د امنیت شورا تر اوسه پورې د فلسطین په وړاندې د خپل قانوني او اخلاقي ذمه واری په پوره کولو کې ناکامه پاتي شوي دي.
د ایران د خارجه وزیر د وېنا په دوام کې چي د سعید ایرواني له خوا د امنیت شورا په غونډه کې وړاندې شوه، راغلې ده: له اسرائیل رژیم څخه د امریکا بې حده ملاتړ د فلسطین په وړاندې د امنیت شورا د ذمه واری د نه پوره کېدو تر ټولو ستر لامل دی.
هغه په غزې کې د صهیونیست رژیم له لورې په عمدي توګه د ښځو او ماشومانو په شمول د لسګونو زرو فلسطینیانو وژنې او په جوماتونو، ښوونځیو او روغتونونو باندې بریدونو ته په اشارې سره، د امنیت شورا له غړو هیوادونو پوښتنه کړې ده چي دا جنایت څه ډول د توجیه وړ ده ؟