-
د پاکستان حسیني زیارتوال د ایران له لارې عراق ته ځي
Aug 29, 2023 08:13ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د حسیني اربعین زیارتوالو د اربعین په لاریونو کښې د ګډون کولو او په بین الحرمین کښې د شتون لپاره کربلا ته د رسیدا لپاره د ایران لاره انتخاب کړي ده.
-
دښمنان د ناهیلۍ په اوج کې دي
Aug 28, 2023 10:20د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر ټینګار وکړ: سره له دې چې دښمنان زیات تجهیزات لري، خو بیا هم د مایوسۍ په اوج کې دي.
-
کاظمي قمي او د ملګرو ملتونو استازي د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې
Aug 28, 2023 10:05د افغانستان لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي او په تهران کې د ملګرو ملتونو همغږي کوونکي له افغان کډوالو سره د نړیوال ملاتړ په اړه خبرې وکړې.
-
ایران د آسيا د بدن جوړونې په سياليو کې اتلولي خپله کړه
Aug 28, 2023 09:59د ایران د بدن جوړونې لوبډلې په لبنان کې د ۲۰۲۳ کال آسیایي جام اتلولي وګټله.
-
د شانګهای د سازمان د ږغملوونکو په غونډه کې د ایران لومړنی حضور
Aug 28, 2023 02:46د ایران استازو د لومړي ځل لپاره د شانګهای د سازمان د ږغملوونکو په غونډه کې چي د قزاقستان په الماتي ښار کې تر سره شوه، ګډون وکړل.
-
خبرې اترې د لانجو د هوارولو او د همکاریو یوازنۍ لاره ده
Aug 28, 2023 02:45د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال وویل: دوامداره سلامشورې او خبرې اترې تل د ایران د بهرني سیاست لومړنی انتخاب پاته شوی دی.
-
د بهرنیو ځواکونو شتون په یمن کې له امنیت سره مرسته نه کوي
Aug 28, 2023 02:42د ایران د خارجه وزارت د سیاسي چارو ځانګړی سلاکار وویل: د بهرنیو ځواکونو شتون په یمن کې د امنیت له ټینګېدو سره مرسته نه شي کولای.
-
اسلامي ایران له افغان کډوالو د سیاسي دباو په توګه کار نه دی اخیستی نور راپور ته غوږ شئ
Aug 28, 2023 07:57زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مسوولين وايي، ایران هېڅکله له افغان مهاجرینو څخه د سیاسي فشار په توګه کار نه دی اخیستی.
-
په بریکس ډلې کښې د ایران د غړیتوب په هکله د اقتصادي چارو کارپوه عبدالوفي نایب زی او تکړه خبریال حامد حقمل څه وايي
Aug 28, 2023 07:07په بریکس ډلې کښې د ایران غړیتوب منل شوی تهران راډیو په دې هکله د اقتصادي چارو د کارپوه عبدالوفي نایب زي او د تکړه جرنالیسټ حامد حقمل نظرونه معلوم کړي دي چې اوس یې په ګردي میز کښې درته وړاندې کوو
-
ایران د ارمنستان په سرحدونو کښې د بدلون مخالف دی
Aug 27, 2023 00:58زمونږ خبریال راپور راکړی په ارمنستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر مهدي سبحاني وویل تهران د ارمنستان د ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ ملاتړ کوي او د سرحدونو د هر ډول بدلیدا مخالف دی.