ایران د آسيا د بدن جوړونې په سياليو کې اتلولي خپله کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137714-ایران_د_آسيا_د_بدن_جوړونې_په_سياليو_کې_اتلولي_خپله_کړه
د ایران د بدن جوړونې لوبډلې په لبنان کې د ۲۰۲۳ کال آسیایي جام اتلولي وګټله.
(last modified 2023-08-28T05:31:11+00:00 )
Aug 28, 2023 09:59 Asia/Kabul
  • ایران د آسيا د بدن جوړونې په سياليو کې اتلولي خپله کړه

د ایران د بدن جوړونې لوبډلې په لبنان کې د ۲۰۲۳ کال آسیایي جام اتلولي وګټله.

زموږ د خبریال د خبر له مخې، د ایران ملي لوبډلې په لبنان کې د آسیایي جام د بدن جوړونې د ۵۶مې دورې په سیالیو کې په ځلېدنې سره یو ځل بیا د دې سیالیو د اتلولۍ لقب وګاټه.

ایران په دغو سیالیو کې وتوانید چې د 27 سرو زرو، 14 د سپینو زرو او 6 د برونزو مډالونه په خپل نوم ثبت کړي.

د عراق او لبنان ټیمونو هم دویم او درېیم مقام خپل کړ .