ایران د ارمنستان په سرحدونو کښې د بدلون مخالف دی
زمونږ خبریال راپور راکړی په ارمنستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر مهدي سبحاني وویل تهران د ارمنستان د ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ ملاتړ کوي او د سرحدونو د هر ډول بدلیدا مخالف دی.
هغه په ایروان کښې د اقتصادي نندرتون د ترسره کیدا په وخت د ارمنستان له خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل ایران د سرحدونو د هر ډول بدلیدا مخالف دی او ټولې ارتباطاتي لارې باید د هغو هیوادونو تر کنټرول لاندې وي چې د دوې په قلمرو کښې دي.
مهدي سبحانی د « زنګزور» د مهمې لارې په زمینې او د دغه لارې د خلاصولو لپاره له زور څخه د اذربایجان جمهوریت د احتمالي استفادې په هکله هم ټينګار وکړ ایران د ارتباطاتي لارو د بیرته پرانیستلو ملاتړ کوي خو باید د ارمنستان د حکومت تر کنټرول لاندې وي او زور کارول به هیڅ شی بدل نکړي.
ارمنستان په ځلونو ویلي دي چې د سیمه ئیزو ټرانسپورټي لارو د پرانیستلو لپاره د اذربایجان جمهوریت د ولسمشر هڅه تر نن ورځې پورې په دې زمینه کښې له لاسلیک شویو بیانیو او خبرو سره هیڅ ارتباط نلري او دغه چاره د ارمنستان لپاره د منلو وړ نه ده.