-
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی د امریکا د یواړخیزو اقداماتو غندنه کړې
Apr 25, 2023 10:10په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی له برجام نړیوالې ایټمې موافقې څخه د امریکا یو اړخیز وتل، د ایران په ضد د غیرقانوني بندیزونو لګول او د بندیزونو د رعایتولو لپاره په نورو هیوادونو باندې فشار او د نړیوالې محکمې له فیصلې سره مخالفت د امریکې د یواړخیزو او قهرجنو اقداماتو بیلګې وبللې.
-
د اروپايي ټولنې او انګلستان پر ځينو اشخاصو او بنسټونو د ايران بنديزونه
Apr 25, 2023 01:45د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي جمهوریت په خلاف د وروستیو بندیزونو په غبرګون کې، د اروپایي ټولنې او انګلستان پر ځینو شخصیتونو او بنسټونو بندیزونه ولګول.
-
د افغانستان د طالبانو حکومت د ایران د اوبو په حق ټینګار کوي
Apr 24, 2023 06:44ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له هیرمند سیند څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د اوبو د حق په هکله وویل د افغانستان موقته حکومت د پخواني حکومت د چارواکو په اپوټه د ایران د اوبو په حق اعتراف او ټينګار کوي.
-
دښمانانو د ایران د هوايي صنعت پرمختګ منلی دی
Apr 24, 2023 09:24زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د دفاع وزارت د هوايي صنایعو د ادارې مشر برید جنرال «افشین خواجه فرد» د هیواد دفاعي پرمختګونو ته په اشارې سره وویل د لویدیځو هیوادونو په علمي مقالو کښې له ایف پینځه دیرش ډوله جنګي الوتکو سره د ایران د کوثر جنګي الوتکې پرتله کول او د دغه جنګي الوتکې په ډیرو لوړو وړتیاو باندې اعتراف د ایران په هوايي پرمختګ باندې د دښمانانو اعتراف دی.
-
عربستان له ایران څخه په اوونۍ کې د دریو پروازونو د ترسره کېدو غوښتنه کړې
Apr 24, 2023 01:28د ایران د لویو لارو او ښارګوټو د جوړونې وزیر وویل: د سعودي عربستان هوایي چلند ادارې له ایران څخه په اوونۍ کې د دریو پروازونو د تر سره کېدو لپاره رسمي غوښتنه کړې ده.
-
ایران او روسیه د ستونزو د هوارولو لپاره ورته دریځونه غوره کړي
Apr 24, 2023 01:26په مسکو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر وویل: تهران او مسکو د سیمې او نړۍ د ستونزو د هوارولو په موخه ورته دریځونه لري.
-
د عراق له خارجه وزیر سره د امیر عبداللهیان خبرې اترې
Apr 24, 2023 01:25د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر تېره شپه له خپل عراقی سیال سره په تماس کې د اختر د مبارکی د ویلو تر څنګ د سیمې او نړیوالو چارو په هکله خبرې اترې وکړې.
-
د صهیونیسټ رژیم پرځوړتیا او د اسلامی امت د وحدت پر ضرورت ټينګار
Apr 23, 2023 09:07د اسلامی انقلاب معظم لارښو د فلسطین موضوع د اسلامی نړۍ یوه ترټولو اساسی مسئله وګڼله او د غاصب رژيم سوکه سوکه ځوړتیا ته په اشارې سره ئې ووظيل، دغه ځوړتیا چې له څو کلونو راهسې پیل شوې ده ، اوس چټکه شوې او اسلامی نړۍ باید له دغه ډير لوي فرصته استفاده وکړي.
-
د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د انقلاب د ساتنې ځواکمن ملاتړی دی
Apr 23, 2023 01:46د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو ځواک د اسلامي انقلاب او د ایران د اسلامي جمهوریت د ساتنې ځواکمن ځواک، د ملت ملاتړی، د ملي امنیت ساتونکی او د ګران ایران د عزت او واکمنۍ سرچینه وبلله.
-
سپاه د اسلامي انقلاب د پیاوړتیا لپاره تلپاتې ګامونه پورته کړي
Apr 23, 2023 01:10د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ مشر د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ځواک د تاسیس د کلیزې په مناسبت په یو پیغام کې ټینګار وکړ: سپاه د اسلامي انقلاب د پیاوړتیا لپاره تلپاتې ګامونه پورته کړي دي