سپاه د اسلامي انقلاب د پیاوړتیا لپاره تلپاتې ګامونه پورته کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i131712-سپاه_د_اسلامي_انقلاب_د_پیاوړتیا_لپاره_تلپاتې_ګامونه_پورته_کړي
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ مشر د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ځواک د تاسیس د کلیزې په مناسبت په یو پیغام کې ټینګار وکړ: سپاه د اسلامي انقلاب د پیاوړتیا لپاره تلپاتې ګامونه پورته کړي دي
(last modified 2023-04-22T20:43:11+00:00 )
Apr 23, 2023 01:10 Asia/Kabul
  • سپاه د اسلامي انقلاب د پیاوړتیا لپاره تلپاتې ګامونه پورته کړي

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ مشر د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ځواک د تاسیس د کلیزې په مناسبت په یو پیغام کې ټینګار وکړ: سپاه د اسلامي انقلاب د پیاوړتیا لپاره تلپاتې ګامونه پورته کړي دي

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ عمومي قوماندان ستر جنرال«سید عبدالرحیم موسوي» د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان ته په یو پیغام کې وویل: سپاه له نورو وسله والو ځواکونو او د نظام له نورو عناصرو سره په همغږۍ، د انقلاب د پياوړتيا او د اسلامي نظام د ټينګښت او د تمدن د جوړولو په لور تلپاتې اقدامات کړي دي.

د سپاه پاسدارانو عمومي مشر تورن جنرال حسين سلامي ته د پوځ د عمومي قوماندان په پيغام کې د غويي د مياشتې په دويمه نېټه د سپاه پاسدارانو پوځ د جوړېدو د کليزې په مناسبت راغلي: د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ځواک د تاسیس کلیزه، د ایران  ملت د نوي انقلاب او د هغه د لاسته راوړنو ساتلو لپاره د اسلامي انقلاب د ګران بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) د ژورې هوښیارۍ یادونه ده.