د عراق له خارجه وزیر سره د امیر عبداللهیان خبرې اترې
Apr 24, 2023 01:25 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر تېره شپه له خپل عراقی سیال سره په تماس کې د اختر د مبارکی د ویلو تر څنګ د سیمې او نړیوالو چارو په هکله خبرې اترې وکړې.
د ایرنا له راپور سره سم، د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان له خپل عراقی سیال فوادحسین سره د دوه اړخیزو اړیکو، اروپایي اتحادیې، د سیمې د بدلونونو او ټروریزم سره د مبارزې په هکله سلامشورې وکړې.
د عراق خارجه وزیر د تهران او ریاض تر مینځ د اړیکو له رغېدو څخه د هرکلی په ترڅ کې تهران ته د عراق د ولسمشر عبدالطیف رشید د سفر خبر ورکړ.
ټیګونه