-
دښمن پخپلو محاسباتو کې سخت تیروتی ؤ
Mar 17, 2023 12:25د تهران د جمعې لمانځه خطیب ټينګار وکړ، دښمن په خپلو محاسباتو کې تیروتنی ؤ ، د ایران ملت هم انقلابی منطق خوښ کړ.
-
د سمندری مرکز مانورې اصلی اساس سمندری امنیت دی
Mar 17, 2023 12:04د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دسمندری ځواک قوماندن ټينګار وک، د ایران ،روسیې او چین دپوځونو دسمندری ځواکونو ګډې سمندریم مرکب مانورې اصلی هدف سمندری امنیت دی .
-
د ایران چین او روسیې د ګډې سمندری مرکب مانورې اهمیّت او ځائيګی
Mar 17, 2023 11:34د ۲۰۲۳کال دسمندري امنیت دکمربند مرکب مانوره ، د پنجشنبې په شپې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک،د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د سمندری ځواک ، د روسیې دسمندری ځواک او د چین دپوځ د سمندري ځواک په شتون سره د هند سمندر په شمالي سیمې کې پیل شوې ده.
-
دښمنان دې پوهه شي ،دمونږ ترمینځ هیڅ اختلاف نشته
Mar 17, 2023 10:41د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان نن پخپل دغه ټویټ کې ددې خبرې په کولو سره چې اماراتو او عراق ته د ملی امنیت د لوړې شورا د منشي علی شمخاني سفر ، زیاتره د ا منیتی مناسباتوپه چوکاټ کې ترسره کیږي، ولیکل،هر څه د یوه نظام په چوکاټ کې دي اود خارجه وزارت استازی هم په دغه پلاوي کې شامل دی ،نو دښمنان دې پوهه شي،چې دمونږ ترمینځ هیڅ ډول اختلاف نشته.
-
د تهران او آژانس اړیکې په سمه لاره روانې دي
Mar 17, 2023 02:31د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسئول جوزپ بورل سره په ټیلیفوني خبرو کښې ټینګار وکړ چې د تهران او آژانس اړیکې په خپلې سمې لارې روانې دي.
-
د ایران سفیر به ډیر زر ابوظبۍ ته لاړ شي
Mar 17, 2023 02:30د ایران د خارجه وزارت سیاسي مرستیا وویل: د اماراتو لپاره د ایران سفیر ټاکل شوی او وروستي فاینل کارونه یې ترسره کیږي او ډیر زر به ابوظبۍ ته واستول شي.
-
د ایران او اماراتو چارواکو د دوه اړخیزو او سیمه ایزو مسائلو په هکله د نظر تبادله وکړه
Mar 17, 2023 01:55د اسلامي انقلاب د معظم رهبر استازي او د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي د متحده عرب اماراتو له مشر سره وکتل او د ډیرو مهمو دوه اړخیزو مسائلو او د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په هکله یې ورسره د نظر تبادله وکړه.
-
د ایران، چین او روسیې ګډه سمندي مانوره
Mar 16, 2023 12:59د ۲۰۲۳ کال د سمندري امنیت کمربند تر عنوان لاندې د ایران، چین او روسیې ګډې سمندري مانورې پراخ نړیوال انعکاس موندلی او د نړۍ ټولو رسنیو ورته د وړومبي خبر په توګه کوریج ورکړی دی.
-
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي اماراتو ته لاړ
Mar 16, 2023 09:08د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي د متحده عرب اماراتو له جګ پوړو چارواکو سره د لیدوکتو په موخه له تهرانه ابوظبۍ ته روان شوی دی
-
په بهر کښې د ایراني هویت ساتل د ایرانیانو لپاره ډیره مهمه چاره ده
Mar 16, 2023 00:19ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په تهران کښې د هیواد د باندې له ایرانیانو سره د نوروز اختر په غونډې کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې حکومت په خارجي هیوادونو کښې د ایران د ښاریزو په هکله یوشمیر دندې لري وویل د هیواد د باندې ایرانیانو ته زمونږ کتنه د ایران د یوه ښاریز په توګه دی.