دښمنان دې پوهه شي ،دمونږ ترمینځ هیڅ اختلاف نشته
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان نن پخپل دغه ټویټ کې ددې خبرې په کولو سره چې اماراتو او عراق ته د ملی امنیت د لوړې شورا د منشي علی شمخاني سفر ، زیاتره د ا منیتی مناسباتوپه چوکاټ کې ترسره کیږي، ولیکل،هر څه د یوه نظام په چوکاټ کې دي اود خارجه وزارت استازی هم په دغه پلاوي کې شامل دی ،نو دښمنان دې پوهه شي،چې دمونږ ترمینځ هیڅ ډول اختلاف نشته.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیرپه یوټویټ کې متحدعربی اماراتو او عراق ته د ملی امنیت د لوړې شورا د منشي سفر ته په اشارې سره ولیکل،دښمنان دې پوهه شي چې د مونږ سیمه ایزوهیوادونو ترمنیځ هیڅ اختلاف نشته.
د ایران دملی امنیت دلوړې شورا منشي علی شمخاني پرون په یوه سفر کې ابوظبئ ته تللی او د متحده عربی اماراتو له مشر سره ئې لیده کتنه او د دوو اړخیزو مسئلو او ترټولو مهمو سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په باب ئې ورسره خبرې اترې وکړې. علی شمخاني په دغې کتنې کې د دوو اړخیزو اړیکو تاریخي مخینې او همداراز ددواړو هیوادونو ترمینځ کلتوری او مذهبی مشترکاتو ته په اشارې سره په ټولو حوزو کې د ایران او متحده عربی اماراتو داړیکو د پراختیا او ژورتیا په ضرورت ټينګار وکړ.