د ایران سفیر به ډیر زر ابوظبۍ ته لاړ شي
د ایران د خارجه وزارت سیاسي مرستیا وویل: د اماراتو لپاره د ایران سفیر ټاکل شوی او وروستي فاینل کارونه یې ترسره کیږي او ډیر زر به ابوظبۍ ته واستول شي.
د ایران د خارجه وزارت سیاسي مرستیا وویل: د اماراتو لپاره د ایران سفیر ټاکل شوی او وروستي فاینل کارونه یې ترسره کیږي او ډیر زر به ابوظبۍ ته واستول شي.
علي باقري کني پرون وویل: د تهران او ابوظبۍ اړکیې هیڅکله نه وې غوڅې شوې خو د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو سویه ټیټه شوې وه.
هغه په دې خبرې سره چې اماراتو څو میاشتې مخکښې تهران ته خپل سفیر رالیږلی دی، زیاته کړه: د ایران سفیر به هم په نزدې راتلونکي کښې متحده عرب اماراتو ته واستول شي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال له اروپايي هیوادنو سره د ایران د اړیکو په هکله هم وویل: که اروپا د خپلو ګټو په لټه کښې وي نو ایران ورسره کومه خاص ستونزه نه لري او اروپا به هم له ایران سره ستونزه ونه لري خو ستونزه په دې کښې ده چې اروپا د نورو لورو ګټې تعقیبوي چې ورسره، هم د ځان لپاره او هم د نورو هیوادونو لپاره مشکلات رامینځته کوي.