-
قالیباف: د اسلامي انقلاب رهبر پیغام د پارلمان د لارې څراغ دی
May 31, 2026 16:09پارستودی- د ایران د اسلامي شورا مشر ټینګار وکړ: د اسلامي انقلاب د رهبر پیغام د دوولسمې جرګې د لارې نقشه او د راتلونکې لپاره څراغ دی.
-
له قرآني قیصو څخه بیا د شاهنامې تر اسطورو پورې؛ د ایران په اړه له یاسین احمدی سره د پارس تودی مرکه
May 31, 2026 13:22پارستودی- په داسي کور چي د مور د تلاوت ږغ د روزمره ژوند برخه وه او د روژې شپې د الهي ایاتو په تلاوت سره معنا پیدا کوله، یوه داسي نظریه بڼه واخیسته چي وروسته د ماشومانو لپاره د 3D قرانونو د تولید لامل شو، د ایمان له زړه څخه یوه نظریه، کورنۍ او د نوې نسل د روزلو اندېښنه.
-
د ایران له خوا د امریکا د MQ1 د بې پیلوټې الوتکې نسکورتیا
May 31, 2026 11:15پارستودی- د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر په یوه اعلامیه کې د امریکا د ترهګر فوځ د بي پېلوټې الوتکې د نسکورېدو خبر ورکړ.
-
قزاقستان ته د ایران د ۱۲۸ میلیون ډالرو کرهڼیز صادرات
May 31, 2026 10:54پارس تودی- د ایران د کرهڼیز جهاد د وزارت د نړیوالو چارو او مسلکي ارګانونو د دفتر مشر د ایران له خوا قزاقستان ته د ۱۲۸ میلیون ډالرو په ارزښت د کرهڼیزو محصولاتو د صادراتو خبر ورکړ.
-
له کاسپین بندر څخه افغانستان ته د ریل له لارې د تیلو لیږد پیل کیږي
May 31, 2026 06:04له روسیې څخه د وارداتي تیلو لومړی ۵۰۰۰ ټنه بار د بندر د ریل شبکې له لارې افغانستان ته لیږدول شوی.
-
د اهل سنت جمعې امام؛له استکبار سره مبارزه په ملي یووالي سره ممکنه ده
May 30, 2026 15:20پارس ټوډې – د ایران د لوېدیځې سیمې، کرمانشاه د اهل سنت د جمعې امام ، د رمضان له جنګ راهیسې د ایران د خلکو د یووالي ستاینه وکړه او ټینګار ئې وکړ چې د ایران د حکومت او وسلهوالو ځواکونو همغږي د ظالمانه بندیزونو په له مینځه وړلو او د ګډ (ترکیبي) جنګ پای ته په رسولو کې د ایران د ملت د استقامت نښه ده او دا ثابتوي چې د متحدو ملتونو لپاره د استکبار پر ضد مبارزه ممکنه ده.
-
د ایران او د افغانستان مطبوعاتو ته کتنه
May 30, 2026 13:25د تهران چاپ ورځپاڼې له امریکا سره د احتمالې هوکړې او د امریکا له خوا د سمندري محاصرې د ختمېدو په هکله ځینې مطلبونه خپاره کړي، کیهان هم د امریکا او ایران تر مینځ د مقابلې په هکله د مشهورو نړیوالو رسنیو لیدلورې خپره کړې ده.
-
په لویوسیمه ییزو تړونونوکې دایران شتون،د پراختیائي ارادې ښودنه کوي
May 30, 2026 13:02پارس ټوډې - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر، ډاکټر مسعود پزشکیان، په یوه پیغام کې ولیکل؛ د اورآسیا اقتصادي اتحادئې په لوړو غونډو کې د ایران د اسلامي جمهوریت فعال شتون د دې ښکارندوي ده چې مونږ د اتحادیې له ټولو پنځو غړو او ناظرو غړو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره کلکه اراده لرو.
-
د باید او نباید له ژبې سره مو ۴۷ کاله مخکې خداي په آ ماني کړې
May 30, 2026 12:44پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، وویل چې د ایران او امریکا ترمینځ د پیغامونو تبادله لا هم روانه ده، خو وروستۍ هوکړې ته لا نه دي رسېدلي.
-
د امریکاپه بندیزونو د فارس خلیج د اوبلارې د ادارې غبرګون؛د سمندری غلو د مشر له خوا بایکاټيدل مثبته نښه ده
May 30, 2026 11:59پارس ټودې- د فارس خلیج د اوبلارې د مدریّت اورګان،یعني له هرمز تنګي څخه د سمندری تګ راتګ راتګ د منظمونې او د مجوز د صادریدا لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت د نمایندګئ د مرجع او قانوني اورګان انټرنیټي پاڼې امریکا ته په خطاب کې لیکلي دي، پر هرمز تنګي سلطه چې په میدان او ډيپلوماسئ کې مو نه ده ترلاسه کړې، په بندیز سره به ئې هم ترلاسه نه کړئ .: