-
د مانورې ترسره کیدا د ایران دفاعي توان نندارې ته وړاندې کول دي
Nov 12, 2021 09:49د اسلامی ایران د پوځ سمندري ځواک په آزادو سمندري حدودو کې شتون لري او په عدن خلیج کې ئې دسمندري غلې له بلا سره په مقابلې کې مواصلاتي کرښې تامین کړي دي .
-
د افغانستان بحران او له زيات نه زيات دباو په سيمه کښې د امريکې د سياست د ماتې نمونه ده
Nov 12, 2021 01:27د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال وويل: د افغانستان بحران او د ايران داسلامي جمهوريت په خلاف د سپينې ماڼۍ له زيات نه زيات دباو په سيمه کښې د امريکې د سياستونو د ماتې څرګنده نمونه ده.
-
طالبان دې د افغان ولس د ژغورنې لپاره له رامنځته شوي فرصته استفاده وکړي
Nov 12, 2021 00:58د ايران دخارجه وزارت د لويديځې اېشيا عمومي مدير د تهران، نوي ډيلي او پاکستان بيانيې په خپلو کښې سره نزدې او له غوښتنو سره يو شان وبللې او تاکيد يې وکړ، طالبان دې له بحران څخه د افغان ولس د ژغورنې لپاره له دې فرصته استفاده وکړي.
-
يو اړخيز بنديزونه د ترقۍ اهدافو ته رسېدو لپاره خنډ دي
Nov 11, 2021 13:18په ملګرو ملتو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت دائمي استازي او سفير وويل: يو اړخيز بنديزونه د پائېدارې ترقۍ اهدافو د پوره کېدو لپاره د ضرورت وړ ترقۍ او مالي سرچينو باندې له بنديزونو متاثره هېوادونو د لاسرسائۍ خنډ ګرځي.
-
د ټولنې پرمختګ «مونږ کولې شوو» جملې په شرط سره عملي کېدې شي.
Nov 11, 2021 10:16د ايران پرېس د رپوټ له مخې محمد باقر قاليباف نن د پاسدارانو د لښکر د شهيدانو د ياد او د الحاج حسن طهراني مقدم د شهادت د لسمې کليزې په مناسبت يو لړ مراسمو کښې وويل: د هوافضاء ټولګه د دغې ټولګې د جنګياليو د مجاهدت او کوششونو په برکت سره په زمکې هوا او سمندر کښې د هېواد د امنيت په ضمانت ورکؤنکي او وياړ رامنځته کؤنکي بدله شوې ده.
-
خپلو ژمنو ته د ټولو ستنېدل په خبرواترو کښې په مخ وړونکے اصل دے
Nov 11, 2021 08:44د ايران د اسلامي جمهريت خارجه وزير د ويانا د خبرو اترو بيا شروع کېدو ته په اشارې سره وويل چې خپلو ژمنو ته د ټولو لورو ستنېدل د په مخ وړونکے او مهم اصل دے.
-
ايران د ترهه ګرۍ او غېر انساني بنديزونو قرباني دے
Nov 11, 2021 08:06د ايران د اسلامي جمهوريت د قضائيه قوې د بشري حقوقو د کمېټۍ سېکتر او د نړيوالو چارو مرستيال وويل: ايران د ترهه ګرۍ او غېرانساني بنديزونو قرباني دے؛ خو د دې باوجود هغه کسان چې خپلې سترګې يې په دغو بې رحميو باندې پټې کړي ديد بشري حقوقو د مدافعانو په توګه معرفي کيږي.
-
نړیوال استکبار د ایران علمي او ټیکنالوژیک قدرت نه زغمي
Nov 11, 2021 01:19زمونږ خبریال وايي د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي دې ته په اشارې سره چې د اټومي ټیکنالوژۍ او د علم د پرمختللیو ټیکنالوژیو پراختیا د هیواد د پرمختګ او د پراختیا لپاره ضروري ده وویل نړیوال استکبار د ایران علمي او ټیکنالوژیک قدرت نه زغمي .
-
د اسلامي علماو او د افغانستان د بدلونونو غونډه جوړیږي
Nov 11, 2021 02:40ایران پریس خبري اژانس وايي د تبیان د ټولنیزو او د کلتوري فعالیتونو د مرکز لخوا د اسلامي علماو او د افغانستان د نویو بدلونونو نړیواله اینټرنیټي غونډه د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې لخوا د نوامبر د میاشتې په څوارلسمه (۱۴) نیټه ترسره کیږي .
-
د ایران د کورنیو چارو وزیر په ځینو هیوادونو نیوکه وکړه
Nov 11, 2021 01:31ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د نشه ییزو موادو له قاچاق سره د مبارزې په زمینه کښې د ځینو هیوادونو په منفعل کیدا نیوکه وکړه .