يو اړخيز بنديزونه د ترقۍ اهدافو ته رسېدو لپاره خنډ دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i108190-يو_اړخيز_بنديزونه_د_ترقۍ_اهدافو_ته_رسېدو_لپاره_خنډ_دي
په ملګرو ملتو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت دائمي استازي او سفير وويل: يو اړخيز بنديزونه د پائېدارې ترقۍ اهدافو د پوره کېدو لپاره د ضرورت وړ ترقۍ او مالي سرچينو باندې له بنديزونو متاثره هېوادونو د لاسرسائۍ خنډ ګرځي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2021 13:18 Asia/Kabul
  • يو اړخيز بنديزونه د ترقۍ اهدافو ته رسېدو لپاره خنډ دي

په ملګرو ملتو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت دائمي استازي او سفير وويل: يو اړخيز بنديزونه د پائېدارې ترقۍ اهدافو د پوره کېدو لپاره د ضرورت وړ ترقۍ او مالي سرچينو باندې له بنديزونو متاثره هېوادونو د لاسرسائۍ خنډ ګرځي.

مجيد تخت روانچي د نړيوالې صلحې او امنيت د ساتنې او محروميت، نابرابري او او تنازعې په موضوع سره د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کښې په خپله وېنا کښې وويل، د محروميت او نابرابرۍ په شان موضوعات د لانجو او تنازعو د بالقوه محرکاتو او سختؤنو عواملو په توګه عمل کولې او په تنازعو کښې ښکېلو هېوادونو کښې پائېدارې صلحې ته د رسېدو لپاره فرصتونه کمزوري کولې شي.

په وروستيو لسيزو کښې اقتصادي بنديزونه د قدرتمنو هېوادونو او په نړيوال ډګر کښې د نورو هېوادونو تردباو لاندې راوستلو لپاره يو مهم اوزار بدل شوي دي. د 1990 ميلادي لسيزې له وړومبنيو وختونو څخه اروپائي اتحاديې او نورو ترقي يافته اقتصادونو په نورو هېوادونو په سلګونو ځل اقتصادي بنديزونه لګولي دي. دغه بنديزونه زياتره د اېټمي وسلو د پراختيا د منعې او يا د بشري  حقوقو د ترويجولو په شان مختلفو بهانو سره  لګول کيږي خو تل سياسي او مقام غوښتونکي اهداف د دغو بنديزونو شا ته شتون لري. بنديز لګؤنکي هېوادونه همدارنګ ادعا کوي چېد بنديزونو لګول د فوځي اقدام يو بديل انتخاب دے

دا په داسې حال کښې دي چې د بنديزونو لاندې هېوادونو په خلقو باندې د بنديزونو بشري ضده اثارو نه انکار نه شي کېدې. په مختلفو هېوادونو باندې د بنديزونو د اثر په باره کښې د اقتصادي څيړونکو ماټيس نوينکريش او فلوريان نويمائر تحقيقات ښودنه کوي چې بنديزونه د آئېداتو د نابرابرۍ ، فقر او د هېوادونو د کورنيو ناخالصه توليداتو د کمښت سبب کيږي. د مثال په توګه له 1991 کال نه تر 2018 کال پورې موده کښې د امريکې بنديزونو په نښه کړې شويو هېوادونو فقر تقريبا درې اشاريه پينځه فيصده او د دغه هېواد کورنے د سړي سر ناخالصه توليد يې څه د پاسه دوه فيصده کم کړے دے. همدارنګ له 1976 نه تر 2012 موده کښې د ملګرو ملتو بنديزنه د نښه کړې شويو هېوادونو سړي سر ناخالصه ټول توليد د پينځويشت اشاريه پينځه فيصده کمښت سبب شوي دي.

په ايران کښې چې د امريکې د يواړخيزو بنديزونو هدف ګرځېدلے دے د هېواد تجارت يې تر تاثير لاندې راوستے دے او حکومت ځينې مالي سرچينې ختمې شوې او يا بلاک شوې دي او دا چا د خلقو د فقر، ګرانۍ او په هغوي باندې د اقتصادي دباو د زياتېدو سبب شوي دي، نو ځکه  د عامه خلقو باندې د بنديزونو د نه تاثير کولو په اړه د بنديز لګونکو ادعا نه منونکې ده. په حقيقت کښې په ايران باندې د بنديزونو لګولو يوه اصلي وجه د خلقو د ژوند په سختولو سره په چارواکو باندې دباو راوړل دي.

اصلي ټکے په دې کښې دے چې بنديزونه له يوخا د خلقو د وړومبنيو ضرورتونو د سخت کمښت او د ترقۍ لپاره د ضرورت وړ مالي سرچينو ته د  هېوادونو د لاسرسائۍ لپاره يو خنډ ګڼل کيږي او له بلې خوا د نړۍ په مختلفو سيمو د تنازعو او لانجو د دوام او زياتېدو يو ترټولو مهمه وجه ده. نو ځکه د يواړخيزونو بنديزونو له لګولو سره د مقابلې لپاره نړيواله غږملتيا ضروري ده.

په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي او سفير هم په همدې وجه تاکيد کړے دے چې د تنازعو او لانجو د زيات موثر مخنيوي لپاره پکار دے د حکومتونو د يو اړخيزو اقداماتو او بهرنيو مداخلتونو چې د تنازعاتو د اوږدېدو سبب کيږي د يوې زمينې عوامل په نظر کښې ونيول شي او ورسره مقابله اوشي.

-------