نړیوال استکبار د ایران علمي او ټیکنالوژیک قدرت نه زغمي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i108152-نړیوال_استکبار_د_ایران_علمي_او_ټیکنالوژیک_قدرت_نه_زغمي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي دې ته په اشارې سره چې د اټومي ټیکنالوژۍ او د علم د پرمختللیو ټیکنالوژیو پراختیا د هیواد د پرمختګ او د پراختیا لپاره ضروري ده وویل نړیوال استکبار د ایران علمي او ټیکنالوژیک قدرت نه زغمي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2021 01:19 Asia/Kabul
  • نړیوال استکبار د ایران علمي او ټیکنالوژیک قدرت نه زغمي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي دې ته په اشارې سره چې د اټومي ټیکنالوژۍ او د علم د پرمختللیو ټیکنالوژیو پراختیا د هیواد د پرمختګ او د پراختیا لپاره ضروري ده وویل نړیوال استکبار د ایران علمي او ټیکنالوژیک قدرت نه زغمي .

هغه پرون د ایران د اټومي صنعت د بریاو په نندرتون کښې په ګډون سره وویل د اسلامي ایران دښمانان دغه جهاد ډوله او پراخه هڅه چې د ایران د علمي او د ټیکنالوژیک قدرت د رامینځته کیدا لپاره ترسره کیږي نه زغمي .

د ایران د اټومي ادارې مشر محمد اسلامي وویل د اسلامي ایران دښمانانو د ایران په سوله ییزو اټومي فعالیتونو کښې د خنډ او د ورانۍ د رامینځته کولو لپاره هر ډول کوشش کړی او له ظالمانه حرکت لاس نه اخلي .

هغه وویل نړیوال استکبار د ایران د ساینس پوهانو په شهیدولو سره هڅه کړي ده چې زمونږ د پرمختګ لاره بنده کړي خو د خدای پاک په مهربانۍ سره دغه چاره سبب شوه چې زمونږ د اټومي ساینس پوهانو او د اجرايي مدیرانو ایمان لا پسي پیاوړی شي او په ډیر جدیت سره د نوي ټیکنالوژۍ او د علمونو په ډګر کښې ستر حرکت ترسره کړي .