-
پاکستان او ایران په خپلو اړوندو سیمو کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې هوکړه کړې
Jan 30, 2024 01:02د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني ویلي چې له خپل ایراني سیال سره د لیدنې پر مهال په خپلو اړوند سیمو کې له «ترهګرۍ» سره پر مبارزې هوکړه کړې ده.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته رسیدلی
Jan 29, 2024 00:51زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته رسیدلی. هغه به پاکستان ته په دغه سفر کښې د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو له وزیر جلیل عباس جیلاني سره کتنه او خبرې وکړي.
-
دښمانان د ایران او پاکستان اړیکې خرابوي
Jan 29, 2024 02:06ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «جلیل عباس جیلاني» د پاکستان د نهو ښاریزو وژلې ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ دښمانان په ترهګرو اقداماتو سره له ایران سره د پاکستان د اړیکو د خرابولو کوشش کوي.
-
دښمنان په ترهګرو اقداماتو سره، له ایران سره د پاکستان د اړیکو خرابول غواړي
Jan 28, 2024 07:14د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د په ایران کښې د ۹ تنه پاکستاني ښاریزو وژلې ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې دښمنان په ترهګرو اقداماتو سره غواړي چې له تهران سره د اسلام آباد اړیکې ګډې وډې کړي.
-
رئیسي د پاکستان له سفیر سره په کتنه کې د پاکستان امنیت د ایران امنیت وباله
Jan 28, 2024 02:23د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د پاکستان له نوی سفیر «محمد مدثر تیپو» سره په کتنه کې، د امریکا د لاسپوڅو ترهګرو ډلو د د حضور او فعالیت د ورانوونکوپایلو په هکله په اشارې سره، له ټروریزم د ګډې مبارزې په ضرورت ټینګار وکړ.
-
د ایران، پاکستان، ترکیې او چین ترمنځ همکاري او ګټې
Jan 27, 2024 04:01د پاکستان د حکومت یوه چارواکي ویلي دي چې د ایران، پاکستان او ترکیې تر منځ د ترانسپورت لاره به له چین څخه د دوستو هیوادونو تر منځ تجارت ته وده ورکړي.
-
اسلامي ایران اوس هم د پاکستان دوست او ورور هیواد دی
Jan 26, 2024 08:21ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان لومړي وزیر «انور الحق کاکړ» له ایران اسلامي جمهوریت سره د پاکستان د دوستۍ تاریخي مخینې او د خپل ګاونډي هیواد ایران د امنیتي اندیښنو د ختمولو لپاره د اسلام اباد هڅې ته په اشارې سره وویل: ایران هماغه راز د پاکستان دوست او ورور دی.
-
د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی
Jan 26, 2024 02:07د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال عاصم منير د اسلام آباد د بهرني سياست په اړه په خبرو کې له هند سره سوله رد کړې او د افغانستان په اړه يې ويلي، چې «د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی».
-
له ټاکنو او ګډون کوونکو ګوندونو سره کار نه لرو
Jan 26, 2024 01:35په پاکستان کې د ټاکنو په رانږدې کېدو او په دغه هېواد کې د امنیتي اندېښنو له ډېرېدو سره همماله، پاکستاني طالبانو یا ټيټيپي ډاډ ورکړی چې پر ټاکنیزو غونډو او ګډونوالو برید نه کوي.
-
اسلام اباد ته د عبداللهیان سفر له ټروریزم سره د ګډې مبارزې په لړ کې دی
Jan 25, 2024 11:00د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چي ایران سره، ښې اړیکې ټینګول مونږ ته زیات اهمیت لري او اسلام اباد ته د ایران د خارجه وزیر سفر هم د دو ګاونډیو تر مینځ د ټروریزم په ضد د همکاریو د پیاوړتیا په لړ کې تر سره کیږی.