-
پاکستان کښې ټرافیکي پیښې دوه کسان وژلي دي
Jan 27, 2026 10:02زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د اسلام اباد او د پیښور په لویه لاره یعني موټر وې کښې د څو ګاډو د جنګیدا له کبله تراوسه دوه کسان وژل شوي او د دریو ښځو په شمول یولس نور کسان ژوبل شوي.
-
په خیبرپښتونخوا کې ۵ نوي زېږېدلي ماشومان په پنځمه ورځ مړه شول
Jan 27, 2026 03:31د پاکستان خیبرپښتونخوا د صوابي د شاه منصور په باچاخان طبي کمپلېکس کې په یو وخت زېږېدلي پنځه ماشومان په پنځمه ورځ وفات شول.
-
د پاکستان خلکو د غزې د سولې په پلاوي کې د پاکستان پر ګډون اعتراض کړی
Jan 25, 2026 10:50د پاکستان خلکو د غزې د سولې په هیئت کې د ګډون لپاره د ډونالډ ټرمپ د بلنې د منلو پر ضد اعتراضونه کړي او له خپل حکومته یې غوښتي چې په دې اړه دې له سره کتنه وکړي.
-
د ایران اسلامي جمهوریت د پاکستان مننه وکړه
Jan 24, 2026 01:55زمونږ خبریال راپور راکړی په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «رضا امیري مقدم» په جینیوا کښې د ایران په حق کښې د اصولي دریځ د غورکولو کولو په خاطر د پاکستان شکریه ادا کړه.
-
پاکستان کښې ټرافیکي پیښې اته کسان وژلي
Jan 24, 2026 00:00زمونږ خبریال راپور د پاکستان د سیند صوبې په جامشورو سیمه کښې په لویه لاره کښې د ټرک او د موټر ګاډي ترمینځ په ټکر کښې تراوسه اته کسان وژل شوي او یوشمیر نور ژوبل شوي هم دي.
-
د پاکستان پوځي شنونکی امریکايي چارواکو ته: سپینه ماڼۍ دې د ایران په وړاندې د ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي
Jan 23, 2026 09:25پارسټوډې – یوه پاکستاني ډیپلومات امریکايي چارواکو ته په خطاب کې وویل: سپینه ماڼۍ باید د ایران په وړاندې د ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي.
-
د کراچۍ په ګل پلازه کښې د مړو کسانو شمیمر یوشپیتو ته ورسید
Jan 21, 2026 08:12زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د سیند صوبې د کراچۍ په ګل پلازه کښې د اور د لګیدا او د سلګونو دکانونو د سوځیدا په پيښه کښې تراوسه د میلیارډونو روپیو تاوانونه رسیدلي دي او له کبله یې ۶۱ کسان وژل شوي.
-
یوڅو هیوادونه له پاکستان څخه جی ایف اولس ډولس الوتکې اخلي
Jan 21, 2026 07:53زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل د نړۍ یو څو هیوادونه له مونږ سره د جی ایف اولس ډوله الوتکو د اخیستلو لپاره چمتو دي.
-
ایران زمونږ ورور او اسرائیل په سیمه کښې اصلي ګواښ دی
Jan 20, 2026 02:25ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وویل: د ایران اسلامي جمهوریت زمونږ ورور ګاونډی دی چې هیڅکله د نورو هیوادونو پرضد یرغلیز کړچار نلري خو اسرائیل د سیمې لپاره اصلي ګواښ دی.
-
د پاکستان په کراچۍ کښې په یوه مارکیټ کښې اور شپږ کسان وژلي دي
Jan 20, 2026 00:45زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د سیند صوبې په کراچۍ ښار کښې په ګل پلازه نومې پلورنځي کښې د اور د لګیدا له کبله تراوسه شپږ کسان وژل شوي او شپیته نور بې درکه دي.