فرانس په کراچۍ کې د خپلې قونسلګرۍ دفتر بندوي
Jul 17, 2026 05:51 Asia/Kabul
فرانس اعلان کړی چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې خپل قونسلګري دفتر د بودیجې د محدودیتونو له امله بندوي.
په کراچۍ کې د فرانسې قونسل جنرل الکسیس د فرانسې د ملي ورځې په مراسمو کې ویلي، د قونسلګرۍ د بندولو پرېکړه شوې، خو دا د دې معنا نه لري چې فرانس له پاکستانه وځي؛ بلکې د فرانسوي حضور بڼه به بدله شي.
هغه زیاته کړې چې دواړه هېوادونه د دوستۍ اوږد تاریخ لري او فرانس به له پاکستان سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.
ټیګونه